ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له ناروې سره هم ستراتيژيک سند لاسليکوي

28 Jun 2012 - 10:41
28 Jun 2012 - 10:41

کابل (پژواک ٨ چنګاښ ٩١):د افغانستان او ناروې ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو سند بشپړ شوى او د روان زېږديز کال په سپټمبر مياشت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شي.

دغه مطلب له ارګ څخه د چنګاښ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى دى.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ د ناروې د بهرنيو چارو له وزير جونس سټوير (Jonas Gahr Stoere) سره په کتنه کې د ياد سند په هکله خبرې کړې دي.

جونس سټوير ډاډ ورکړى ، چې هېواد يې پوره چمتو دى ترڅو د افغانستان په اړه د توکيو په نړيواله غونډه کې چې د روان زېږديز کال په راتلونکي مياشت کې جوړيږي، برخه واخلي.

په ياده ناسته کې ولسمشر کرزي په تېرو لسو کلونو او له هغه وړاندې له افغانستان سره د ناروې له مرستو او په دې برخه کې د دوی له ژمنتيا څخه مننه وکړه.

تر دې وړاندې افغانستان له هند، امريکا، برېتانيا، ايټاليا، فرانسې او المان سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه هم لاسليک کړي دي.

دغه راز ولسمشر کرزي تېره ورځ د برېتانيا له لوی درستيز ډېويډ ريچارډز سره هم وکتل.

د ولسمشرۍ په بله خبرپاڼه کې راغلي، چې ريچارډز ډاډ ورکړى چې هېواد به يې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسليک شوي ستراتيژيک سندپه چوکاټ کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د برېتانيا لوى درستيز په افغانستان کې د سولې له بهير څخه ملاتړ کړى او حکومت به يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې، تمويل او تجهيز په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ولسمشر کرزي په دې ليدنه کې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او د سولې په بهير کې د پاکستان پر رول ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت په دې برخه کې خپله ريښتينې همکاري تر سره کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version