ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت: که دپاکستان بريدونه بندنه شي د امنيت شورا ته شکايت کوو

1 Jul 2012 - 18:56
1 Jul 2012 - 18:56

 کابل ښار(پژواک د چنګاښ ١١مه ٩٫١): د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه غندني او وايي،چې که دا موضوع له ديپلوماتيکې لارې هواره نه شي، افغانستان به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته مراجعه وکړي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا ، نن په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل،چې پاکستان دې د ښه ګاونډيتوب په پام کې نيولو سره راکټي بريدونه ژر ودروي.

سرچينې زياته کړه،چې د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه په کلکه غندي.

 هغه زياته کړه،چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفير ، د ياد هېواد له بهرنيو چارو وزېرې سره ليدنه کړې او د راکټي بريدونو ژر تر ژره بنديدو غوښتنه يې ترې کړې ده.

نوموړي زياته کړه،چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي، څو له ديپلوماتيکو لارو دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي او که دا ستونزه هواره نه شي، افغانستان اړ دى ، څو دملګرو ملتونو امنيت شورا ته مراجعه وکړي.

دکونړ ولايت په سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو بريدونو وروسته له هغه زور واخيست، چې له پولې هغه غاړه د طالبانو په يوه بريد کې  ١٧ پاکستاني سرتېري ووژل شول او بيا پاکستانيو چارواکو ادعا وکړه،چې وسلوال کسان د افغانستان له خاورې راوښتي ، خو افغان مسوولينو دا ادعا بى بنسټه وبلله.

 په اسلام اباد کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزي تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره د يوې ليدنې په ترڅ کې د بريدونو په اړه  نوموړې ته په رسمي توګه شکايت وکړ.

دا په داسې حال کې ده،چې د ملي دفاع وزارت تېره اونۍ اعلان وکړ،چې دوى د پاکستاني راکټي بريدونو د ځواب ورکولو لپاره  د ولسمشر د لارښوونې په تمه دي.

د پاکستان بريدونه،چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د کونړ ولايت پر سرحدي ولسواليو دوام لري، د سيمې خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

 سيمه ييز چارواکي وايي،چې د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې ، سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي او په ترڅ کې يې ،ددې ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې يو ځنګل کې اور هم لګېدلى دى.

د ناړۍ ولسوال ، له سيمه ييزو چارواکو، مرکزي دولت او نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل، څو ددې اور په کابو کېدو کې له دوى سره مرسته وکړي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي حاجي سخي مشواڼي هم تاييد کړه،چې پاکستاني ځواکونو د ناړۍ ولسوالۍ پر تاباش سيمه  باندې څه باندې ٦٠ راکټونه توغولي دي،چې په ترڅ کې يې  په يوه  پراخ ځنګل کې اورلګېدلى دى.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که دولت او نړېواله ټولنه ددې بريدونو مخه ونه نيسي، ښايي د سرحدي سيمو اوسېدونکي له زياتو ستونزو سره مخ شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version