کابل ( پژواک ١١ چنګاښ ٩١ ) : افغان او ايساف ځواکونو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د يوه وسلوال مخالف د وژلو او د درېيو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړ.
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د چنګاښ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا عمليات تېره شپه د نرخ ولسوالۍ په بادام سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه ،چې دغه عمليات د ايساف ځانګړيو ځواکونو ترسره کړي، چې يو وسلوال په کې وژل شوى او درې نور شکمن کسان يې نيولي دي.
په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځواکونو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حقاني ډلې ديوه قوماندان پر ضد عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې ددې عملياتو پر مهال نښته رامنځته شوې، چې له امله يې يو وسلوال وژل شوى او دوه نور شکمن کسان نيول شوي دي.
وسلوالو طالبانو د نرخ د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ددې ولايت د چک ولسوالۍ په زمانخېلو سيمه کې يې په ماين دبهرنيو ځواکونو د يوه ټانک د الوځولو او په کې د سپرو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن