ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسلوال طالبان ووژل شول

4 Jul 2012 - 10:42
4 Jul 2012 - 10:42

کابل ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩١ ) : د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون د پنځو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو .

ددغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا عمليات تېره شپه د چک ولسوالۍ د بابا کلا او د سنوخېلو په کلي کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې دافغان او ايساف ځواکونو په دې ګډو عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

شاهد وايي ، چې وژل شوى قوماندان محمد نسيم نومېده او له ده سره نور وژل شوي کسان حسيب الله، ابراهيم، تميم او زبير نومېدل ، چې په بېلا بېلو ورانکارو کړنو کې يې لاس درلود.

د والي وياند وويل ، چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د لټون په موخه  اوس هم چاڼيز عمليات روان دي .

د چک د مودو کلي يوتن اوسېدونکي ، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې د څلورو وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پراته دي.

د ده په وينا، چې ياد کلي  د ګډو ځواکونو لخوا کلا بند دي 

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديادونې  ده، چې دوه ورځې مخکې ايساف ځواکونو ددې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دوه  ماين خښوونکي وژلي و .

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version