ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

6 Jul 2012 - 12:02
6 Jul 2012 - 12:02

کابل ( پژواک ١٦چنګاښ ٩١ ) : چارواکي وايي، د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې شپږو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په چک ولسوالۍ کې درې طالبان ژوندي نيول شوي دي .

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله نن ( د  چنګاښ په ١٦مه ) پژواک خبري اژانس ته  وويل ، چې تېره شپه  بهرنيو ځواکونو د سيداباد په سالارو سيمه کې  پر هغو شپږو وسلوالو طالبانو هوايي بريد وکړ ، چې غوښتل يې امنيتي ځواکونو ته ماينونه او نور چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى کړي .

ده وويل ،چې په دغه بريد کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي

د هغه د څرګندونو له مخې ، د يادو کسانو مړي تر نن سهار ه د پېښې په ځاى کې پراته و او ټپيان نورو وسلوالو مخالفينو د شپې په تياره کې له ځان سره  نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي .

د هغه په خبره ، له يادو وسلوالو څخه ، چې په سيد اباد کې د طالبانو د قوماندان ضياالدين کسان دي ، ٥٠کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ، يوه پيکا ، ريموټ کنټرول ماينونه او يو کلاشينکوف ترې ترلاسه شوي دي .

د عبدالرحمن سالاري په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک خپري اژانس ته وويل ، چې ټوله شپه کشفي الوتکې  پر سيمه ګرځېدې .

ده وايي،  سهار مهال خبر شو ، چې بهرنيو ځواکونو پر وسلوالو طالبانو بريد کړى دى .

د هغه په وينا، له ټپي طالبانو څخه نه دى خبر ، خو درې تنه وژل شوي طالبان تر اوسه ( له غرمې مخکې ٩ بجې ) د پېښې په ځاى کې پراته دي او  د پېژندلو وړ نه دي .

دغه راز د والي وياند شاهد وويل ، چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د چک ولسوالۍ  د اله خېلو په سيمه کې درې وسلوال طالبان ژوندي نيولي دي .

ده وويل ، چې له دغو کسانو څخه درې ميله کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي او بهرنيو ځواکونو ياد کسان افغان امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي .

وسلوالو طالبانو تر دې مهال د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې ، دوه ورځې مخکې هم د چک په بابا کلا او هاشم خېلو سيمو کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه وسلوال طالبان وژل شوي وو او دوه نور تېره ورڅ ژوندي نيول شوي دي .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version