ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې ١٧ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

5 Sep 2012 - 09:27
5 Sep 2012 - 09:27

ميدان ښار (پژواک ١٥ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو د مرکز په اړونده سيمو کې د يوه طالب قوماندان په ګډون ١٧ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې اود ملي اردو پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وږي په ١٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون له غرمې ورسته يې د ميدان ښار اړوند د کوټه عشېرو، ملاخېلو، کهنه خمار او چارکي سيمو کې د افغان ځواکونو په مشرۍ او د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ عمليات پيل کړل.

د هغه په وينا، عمليات د ميدان ښار – باميانو د لويې لارې د خونديتوب په موخه پيل شوي و، چې تر بيګاشپې پورې يې دوام درلود.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د روح الله په نوم د يو طالب قوماندان په ګډون ١٢ وسلوال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

شاهد وويل، چې په وژل شويو وسلوالو طالبانو کې دوه پاکستانيان هم شامل دي او مړي يې تراوسه په سيمه کې پراته دي او ټپيان نور وسلوالو له ځان سره وړي دي.

د ده په خبره، په يادو عملياتو کې د ملي اردو پنځه سرتېري هم سرسري ټپيان شوي دي او له وسلوالو طالبانو څخه يې يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د والي وياندشاهد، روح الله په سيمه کې د وسلوالو يو مهم قوماندان ياد کړ او ويې ويل چې په ډيرو ورانکارو کړنو کې يې لاس درلود.

 د ولايت دهمغږۍ مرکز مشر جنرال نواب خان او د شپږم کنډک قوماندان داود خان هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل ، چې ددغو وسلوالو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د چارکي د سيمې يوه اوسيدونکي روح الله پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي کسان د قوماندان زلمي په نوم د يوه طالب قوماندان اړوند وو او په سيمه کې يې زياتره وخت د سړک پر سر پلټنې کولې.

 وسلوال طالبان هم په يادو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره د خونړۍ نښتې خبر ورکوي .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې نښته کې يې امنيتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

ده ادعا وکړه ، چې په دې عملياتو کې يې شل امنيتي سرتېري وژلي او يو شمېر نور ټپيان کړي دي او دغه راز يې درې ټانکونه او دوه رېنجر موټر ويجاړ کړي او طالب وسلوالو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

د يادونې ده، چې شاوخوا پنځه ورځې مخکې د طالب قوماندان زلمي پر کور د بهرنيو ځواکونو له خوا هوايي بريد شوى و، چې په کې د دوه پاکستاني طالبانو په ګډون درې وسلوال  په کې وژل شوي وو.

بلخوا وسلوالو طالبانو او ددولت مخالف حزب اسلامي ادعا کړې ، چې د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې يې د بهرنيو ځواکونو يو بې پيلوټه الوتکه ويشتلې او راغورځولې ده ، خو د والي وياند ياده پېښه ردوي .

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې دغه الوتکه يې تېره ورځ په چک ولسوالۍ ويشتلې ده .

بلخوا دحزب اسلامي ويب پاڼې شهادت هم ددغې الوتکې د غورځولو ادعا کړې او ويلي يې دي ، چې دغه الوتکه يې د چک په رشيدانو کې غورځولې ده .

تراوسه بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version