ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوس هم په تورخم کې ١٢٠٠ ماشومان درانه کارونه کوي

2 Jul 2012 - 20:19
2 Jul 2012 - 20:19

جلال اباد (پژواک ١٢چنګاښ ٩١) د ماشومانو په برخه کې يوه فرانسوۍ موسسه وايي ، چې د تورخم په سرحدي بندر کې اوس له لسو کلونو څخه ١٢٠٠ کم عمره ماشومان تر درنو بارونو لاندې ژوند تېروي.

په ختيځ کې د فرانسوۍ موسسې ټي ډي ايچ (Terre Des Hommes) يا نړۍ د خلکو لپاره فرانسوي موسسې د شرقي زون مشر حسن خان دغه څرګندونې نن (د چنګاښ په ١٢مه) په تورخم کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

حسن خان وويل، چې دغه ماشومان زياتره د مومند درې او لعل پورې ولسواليو دي ، چې رسمي زده کړو ته لاسرسى نه لري او د کورنۍ د بې وزلۍ له امله درانه کارونه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ددغو ماشومانو يوه برخه د موټرو له مستريانو سره تر لسو ساعتونو زيات کارونه کوي، چې دوى له ٢٠٠٦ راهيسې توانيدلي نږدې ٥٠٠ تنه يې زده کړو ته کينوي او له کورنيو سره يې د خوراکي توکو مرسته کړې ده .

د حسن خان په وينا، ددغو ماشومانو ډېره برخه ترخې خاطرې او کيسې لري، چې يو تن يې د بېلګې په ډول په خپل روزنيز مرکز کې پژواک ته ودراوه ، چې پښې يې د پاکستاني سرحدي پوليسو لښتو وينې کړې وې.

نوموړى وايي ، چې د تورخم سرحدي ښارګوټى يو ښوونځى هم نه لري  او يواځې ددوى په درېيو روزنيزو مرکزونو کې دغو کوچنيانو ته هغه ښوونکي زده کړې ورکوي، چې هره ورځ له جلا ل اباد ښار راځي.

نوموړي په ماشومانو د درنو کارونو ترسره کول ددوى له حقونو څخه د خلکو ناخبري او بې وزلي وبلله.

د ټي ډي ايچ مشر وويل، چې ١٠٣٥ کورنيو ته يې د دواړو ولسواليو  په اوو کليو کې کوچنۍ قرضې پدې شرط ورکړي، چې خپل ماشومان به زده کړو ته کينوي.

حسن خان وويل، چې د سرحدي پوليسو او ملي امنيت پر مټ توانيدلي، چې د شپې له لوري په تورخم کې ماشومانو ته د پاتې کيدو اجازه ورنه کړي، ترڅو ددوى څخه ناوړه جنسي ګټې پورته نه شي.

د ننګرهار د کار او ټولنيز چارو رياست مرستيال حاجي کمال الدين پژواک اژانس ته وويل، چې رياست يې يواځې د ماشوم له حقونو او موسساتو د کارونو څارنه کوي، داسې پانګه په لاس کې نه لري،چې په لګولو يې دغه تنګي ګلان له کارونو را وګرځوي.

هغه زياته کړه چې کومه دقيقه سروې نه لري؛ خو په اټکل ويلي شي ، چې په جلال اباد ښار، سره رود ولسوالۍ او تورخم بندر کې کابو ٥ زره کوچني ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، چې له زده کړو بې برخې دي.

د ننګرهار د اقتصاد رييس او ولايتي پرمختيايي کمېټې سکرټر سيد قياس سعيدي پژواک ته وويل، چې د بې وزلو کوچنيو ماشومانو په ليدلو ډېر اندېښمن شوى دى.

سعيدي ومنله، نه يواځې دا چې په تورخم کې د ماشومانو له حقونو سرغړونې کيږي، انساني کرامت يې هم تر پښو لاندې شوى دى.

نوموړي زياته کړه، په همدې موخه يې له تورخم څخه لېدنه وکړه، چې په ولايتي مجلس کې ددوى د کورنيو د بې وزلۍ ستونزه راپورته کړي، د خوراک نړيوال سازما  او يونيسف دې ته اړه کړي، چې له کورنيو سره يې د خوراکي توکو په مرستې ددغو ماشومانو ژوند وژغوري.

د محمد نبي په نوم يو کوچنى ماشوم ، چې لويه درې ټيريزه کراچۍ يې ټيل وهله پژواک ته وويل، د دوربابا ولسوالۍ له شورګر سېمې څخه راغلى پلار يې د ساه لنډۍ ناروغۍ لري او دى ټوله ورځ دوه سوه پاکستانۍ روپۍ ګټي، چې خپل کور ته پرې خوراکي توکي يوسي.

له  لعل پورې ولسوالۍ څخه راغلي نږدې اته کلن ماشوم راز محمد پژواک ته وويل، له کله يې چې ښوونځى رخصت شوى په تورخم کې درانه پيټي وړي.

راز محمد وويل، د دواړو غاړو پوليس يې په غذابوي او ګټلې پيسې ترې په زوره اخلي.

نوموړي زياته کړه، څو ورځې وړاندې يې د سختۍ ګرمۍ له امله مزدوري نه وه کړې، چې سپين ږيري پلار يې په کور کې وواهه او د پيسو غوښتنه يې ترې کوله.

د يادونې  ده چې له تېرو لسو کلونو راهيسې دولت او بېلابېلې ټولنې داسې  نارې وهي ، چې ګوندې ددغو ماشومانو په ژوند کې يې بدلون راوستى، خو لا اوس هم يې نرۍ ملاوې تر درنو بارونو لاندې کړوپې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version