ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاوخوا دوه زره ماشومان په تورخم کې درانه کارونه کوي

3 Nov 2012 - 15:09
3 Nov 2012 - 15:09

جلال اباد (پژواک ١٣ لړم ٩١): په ختيځ زون کې د بشري حقونو د ماشومانو څانګه وايي، چې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې شاوخوا دوه زره ماشومان درانه کارونه کوي.

 

په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ځايي دفتر د ماشومانو څانګې مشر غلام حسين بېوس د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې ١٨٨٣ ماشومان جواليتوب کوي، چې ٣٣١ تنه يې نجونې دي.

 

د هغه په وينا، په تورخم کې ٢٨ هوټلونه دي، ٣٤ ماشومان په کې په کار بوخت دي، چې د ماشومانو د کار د قانون له مخې، ماشوم بايد په اوونۍ کې ٣٥ ساعته کار وکړي، خو دغه ماشومان په ٢٤ ساعتونو کې له ١٤ ساعتونو هم ډېر کار کوي.

 

نوموړي زياته کړه: ((همدا اوس زموږ تنکي، تنکي ماشومان ډېر درانه کارونه کوي، تهديديږي، وهل کېږي او رټل کېږي.))

 

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد هم مني، چې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې په سلګونو ماشومان درانه کارونه کوي.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په تورخم کې د (TDH) په نوم يوه فرانسوي موسسه د دوى تر مستقيم قيادت لاندې په دې برخه کې کار کوي.

 

نوموړي زياته کړه: ((په تورخم کې موږ نږدې د څلورنيم سوه ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې او دغه راز مو شاوخوا سلو ماشومانو ته د حرفوي زده کړو زمينه هم برابره کړې ده.))

 

شېرزاد وايي، چې يواځې د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې پر ماشومانو درانه کارونه نه کېږي، بلکې د سره رود ولسوالۍ د خښتو په بټيو کې هم ورته ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

د ټي ډي اېچ (Terre Des Hommes) يا نړۍ د خلکو لپاره، د فرانسوي موسسې د ختيځ زون مشر حسن خان پژواک اژانس ته وويل، چې په تورخم سرحدي بندر کې اوس هم له زرو زيات ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

 

د ده په خبره، دغه ماشومان اکثره له هغو بېوزله کورنيو څخه دي، چې د کور نفقه يې همدغه ماشومان برابروي.

 

نوموړى زياتوي، چې د يادو ماشومانو ډېره برخه يې جوالي توب کوي، ځيني يې مستريان دي او ځيني نور يې په هوټلونو کې کارونه کوي.

 

په تورخم کې د خيرالله په نوم يو ماشوم، چې په وزن بار لاسي کراچۍ ورسره وه، پژواک اژانس ته وويل، چې دى هره ورځ له ګردي غوس څخه دلته د کار په موخه راځي.

 

نوموړي د خپلې ورځنۍ مزدورۍ په اړه وويل: ((کله دوه سوه وګټم، کله دوه سوه دېرش او کله درې سوه.))

 

خيرالله وايي، چې پلار يې پخوا مړ شوى او په کور کې يې يواځې مور او خويندې دي، نو اړ دى چې په تورخم کې درانه پېټي وچلوي.

 

زمزمه، چې پر تن شلېدلې جامې دي او له څېرې شاوخوا لس کلنه ښکاري، وايي د هزارناو اوسېدونکې ده او پلار يې په تورخم کې کراچۍ چلوي او دا په خپله پلاستيکي بوتلونه ټولوي.

 

نوموړې زياته کړه: ((پلار مې له ځان سره راولي، راته وايي چې بوتلونه ټولوه او هغه يې بيا خرڅوي.))

 

هغه وايي، چې له ښوونځي سره ډېره زياته مينه لري، خو د پلار له وېرې څه نه شي ويلى او په پټه خوله هره ورځ بوتلونه ټولوي.

د يادونې ده چې په وروستيو کې ګڼ شمېر مرستندويه موسسو د ماشومانو د حقونو په برخه کې کار کوي، خو ورځ تر بلې پر ماشومانو د درنو کارونو، تاوتريخوالي پېښې ډېرې ليدل کېږي.

 

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version