ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د پاکستانیو سرتیرو په وژلو بخښنه وغوښته او پاکستان د ناټو د اکمالاتود خوشې کولو پرېکړه وکړه

3 Jul 2012 - 22:37
3 Jul 2012 - 22:37

کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): دامریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستانیو سرتیرو په وژل کیدو بخښنه غوښتې او زیاته کړې چې پاکستان د اکمالاتي لارې د خوشې کولو پریکړه کړې ده.

له دې مخکې پرون امريکایي چارواکیو ویلي وو، چې له پاکستان سره يې د اکمالاتو د خوشې کولو په موخه خبرې اترې وروستي پړاو ته ننوتلې او ډېر ژر به دغه لاره د دوى د اکمالاتو پر وړاندې پرانيستل شي.

په واشنګټن کې دامریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د چنګاښ په ۱۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن نن خپل پاکستانۍ سیالې میرمن حنا رباني کهر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د مومندو ایجنسۍ پر پيښې یې بخښنه  وغوښته.

د يادونې ده چې تېر کال په ليندۍ مياشت کې امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان پر يوې پوستې په هوايي بريد کې ٢٤ سرتېري ووژل.

له دې پېښې وروسته پاکستان له خپلې خاورې د ناټو ځواکونو اکمالات بند کړل او د بلوچستان له شمسي هوايي ډګر څخه يې امريکايي سرتېري هم و ايستل.

د پاکستان د وزيرانو د شورا د فاعي کمېسيون له يوې غونډې وروسته له امريکا څخه وغوښتل چې پر دې پېښې رسمي بښنه وغواړي، خو امريکا يې نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې میرمن هیلري کلنټن ژمنه کړې چې په راتلونکي کې دداډول پيښو د مخنیوي په موخه به له پاکستان سره په ګډه کار کوی.

سرچینې زیاته کړې چې دامریکایي ځواکونو دتیروتنې له امله په مومندو ایجنسۍ کې پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.

کلنټن زیاته کړې چې په دې ټېلیفوني اړیکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره میرمن حنا رباني کهر ورته ویلي چې دوی خپل هیواد له لارې د ناټو ځواکونو لپاره اکمالاتي لاره خوشې کوي او له دې اکمالاتو به هیڅ ډول محصول هم نه اخلي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې په دې اکمالاتو کې به دامریکایي ځواکونو د ورځنیو کاریدونکیو توکیو  او د افغان ملي ځواکونوداړتیاوړ توکیو  پرته به نورې وژونکې وسلو ته دلیږد اجازه نه ورکوي.

بلخوا رسنیو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن چې تیره اونۍ یې دوه وارې پاکستان ته سفر کړی و، دپاکستان  د پوځ مشر جنرال کیاني ته یې شخصي معذرت کړی و، خو هغه دا معذرت نه و منلی او زیاته کړې وه، چې دا باید په لوړه حکومتي کچه وغوښتل شي.

پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ پرون ناوخته په واشنګټن کې د يوې خبرې غونډې پر مهال ویلی وو، چې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لپاره د پاکستان له لارې د اکمالاتو په اړه له دغه هېواد سره تخنيکي ستونزې هوارې شوې او اوس يې پر سياسي اړخ خبرې روانې دي.

د نوموړې په وينا، تر هغې پورې به دغه خبرې اترې روانې وي، څو پورې چې دې ستونزې ته د هوارۍ لاره نه وي پيدا شوې.

وېکټوريا وويل، چې د امريکا يوه تخنيکي ډله اوس هم په پاکستان کې ده او ډېرې تخنيکي ستونزې يې هوارې کړې دي.

هغې زياته کړه، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ناييډز تېره اونۍ په پاکستان کې و او وړمه ورځ بېرته واشنګټن ته ستون شوى دى.

دغه راز تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن کلنټن د پاکستان له لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره ټيلېفوني خبرې کړې وې.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم تېره اونۍ دوه ځلې اسلام اباد ته سفر وکړ او د اکمالاتو په اړه يې خبرې کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version