کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): امريکا وايي چې له پاکستان سره يې د اکمالاتو د خوشې کولو په موخه خبرې اترې وروستي پړاو ته ننوتلې او ډېر ژر به دغه لاره د دوى د اکمالاتو پر وړاندې پرانيستل شي.
دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ پرون ناوخته په واشنګټن کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
هغې زياته کړه، چې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لپاره د پاکستان له لارې د اکمالاتو په اړه له دغه هېواد سره تخنيکي ستونزې هوارې شوې او اوس يې پر سياسي اړخ خبرې روانې دي.
د نوموړې په وينا، تر هغې پورې به دغه خبرې اترې روانې وي، څو پورې چې دې ستونزې ته د هوارۍ لاره نه وي پيدا شوې.
وېکټوريا وويل، چې د امريکا يوه تخنيکي ډله اوس هم په پاکستان کې ده او ډېرې تخنيکي ستونزې يې هوارې کړې دي.
هغې زياته کړه، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ناييډز تېره اونۍ په پاکستان کې و او وړمه ورځ بېرته واشنګټن ته ستون شوى دى.
دغه راز تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن کلنټن د پاکستان له لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره ټيلېفوني خبرې کړې وې.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم تېره اونۍ دوه ځلې اسلام اباد ته سفر وکړ او د اکمالاتو په اړه يې خبرې کړې دي.
د يادونې ده چې تېر کال په ليندۍ مياشت کې امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان پر يوې پوستې په هوايي بريد کې ٢٤ سرتېري ووژل.
له دې پېښې وروسته پاکستان له خپلې خاورې د ناټو ځواکونو اکمالات بند کړل او د بلوچستان له شمسي هوايي ډګر څخه يې امريکايي سرتېري هم و ايستل.
د پاکستان د وزيرانو د شورا د فاعي کمېسيون له يوې غونډې وروسته له امريکا څخه وغوښتل چې پر دې پېښې رسمي بښنه وغواړي، خو امريکا يې نه مني.
بلخوا د پاکستانۍ رسنيو له خوا نن په خپرو شوو خبرونو کې راغلي، چې امريکا او پاکستان د اکمالاتو په اړه پرېکړې ته نږدې شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې امريکا د مومندو پر پېښې يواځې په شفاهي توګه د بښنې غوښتو (Sorry) ته تياره شوې ده.
د خپرو شوو راپورونو په حواله، دغه راز امريکا د هر کانټينر پر سر ١٥٠٠ امريکايي ډالر ورکولو ته اماده ګي ښودلې، خو پاکستان پر ٢٥٠٠ ډالرو ټينګار کوي.
بلخوا ويل کېږي، چې د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف نن ماښام د وزيرانو شورا د دفاع کمېسيون غونډه رابللې او زيات امکان شته، چې په دې غونډه کې د اکمالاتو د خوشې کولو رسمي پرېکړه وشي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن