کابل ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩١ ) : د ملي اردو يوه سرتېري په ميدان وردګو ولايت کې پر ايساف ځواکونو ډزې کړي او پنځه امريکايي سرتېري يې ټپيان کړي دي.
د ميدان وردګو ولايت يوې سرچينې ، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون مازيګر ناوخته د سيداباد ولسوالۍ د هاشم خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د ملي اردو يو سرتېرى په ياده سيمه کې دايساف مرکز ته ننوتلى، پر سرتېرو يې ډزې کړي او پنځه امريکايي سرتېري يې ټپيان کړي دي.
د يادې امنيتي سرچينې د معلوماتو له مخې، بريد کوونکى د امريکايي سرتېرو له ټپي کولو وروسته په تېښته بريالى شوى دى.
سرچينې وويل،چې د ملي اردو دغه سرتېرى ولي محمد نومېږي او د کندز ولايت اوسېدونکى دى.
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل ،چې دوى هم په سيداباد کې له يادې پېښې خبر شوي او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مرستيال بريد جنرال دولت وزيري پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو په يونيفورم کې يوتن پر ايساف سرتېريو ډزې کړي او پنځه تنه يې ټپيان کړي دي.
هغه زياته کړه ، چې بريد کوونکي له پېښې وروسته له وسلې پرته تښتېدلى او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل ، يوتن چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې، دافغانستان په ختيځ کې د دوى پر سرتېرو ډزې کړې دي.
سرچينې زياته کړې ، چې په دې پېښه کې يې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي ،چې د ايساف نږدې مرکز ته ددرملنې په موخه لېږدول شوي دي.
ايساف وايي ،چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
وړمه ورځ په هلمند ولايت کې ديوه پوليس لخوا د ايساف درې برتانوي سرتېري وژل شوي وو.
د يادونې ده ،چې په دې وروستيو کې دافغان ځواکونو لخوا پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو لړۍ زياته شوې ده.
دا ډول پېښې په کاپيسا او هلمند ولايتونو کې ډېرې رامنځته شوې دي.
وروسته له هغه ، چې څو مياشتې مخکې امريکايي سرتېرو په بګرام کې د قران کريم نسخې وسوځولې، دافغان ملي ځواکونو لخوا پر بهرنيو سرتېرو د بريدونو لړۍ زياته شوې ده.
د خپاره شويو راپورونو له مخې، د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې تر ٢٢ زيات بهرني سرتېري دافغان ملي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن