اسلام اباد (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د پاکستان د وزيرانو شورا نن په يوه فوق العاده غونډه کې د خپل هېواد له لارې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو د بيا پيلولو منظوري ورکړه.
تېر کال په ليندۍ مياشت کې امريکايي ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان پر يوې پوستې په هوايي بريد کې ٢٤ سرتېري ووژل.
له دې پېښې وروسته پاکستان له خپلې خاورې د ناټو ځواکونو اکمالات بند کړل او د بلوچستان له شمسي هوايي ډګر څخه يې امريکايي سرتېري هم و ايستل.
د پاکستان د وزيرانو د شورا دفاعي کمېسيون له يوې غونډې وروسته له امريکا څخه وغوښتل، چې پر دې پېښې رسمي بښنه وغواړي، خو امريکا دا غوښتنه نه منله.
خو تېره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن حنا رباني کهر ته ټيلېفون وکړ او د مومندو ايجنسۍ پر پېښې يې بښنه وغوښته.
هغه د مومندو په پېښه کې د خپلو سرتېرو تېروتنه منلې وه او ژمنه يې کړې وه، چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي په موخه به له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
کلنټن زياته کړې وه، چې پاکستانۍ سيالې ورسره ژمنه کړې، چې د ناټو د اکمالاتو لار به بېرته پرانيزي.
د پاکستان د وزيرانو شورا چې نن په اسلام اباد کې د لومړي وزير راجه پروېز اشرف په مشرۍ يې غونډه کړې وه، په رسمي توګه د اکمالاتو د خوشي کولو منظوري ورکړه.
د کابينې له غونډې وروسته د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر او د اطلاعاتو وزير قمرزمان کايره رسنيو ته د غونډې په اړه معلومات ورکړل.
حنا رباني کهر وويل، چې د ناټو د اکمالاتو د خوشي کولو پرېکړه د هېواد سياسي او پوځي مشرانو په ګډه کړې ده.
هغې زياته کړه، چې په دې برخه کې يې امريکا سره کومه پټه پرېکړه نه ده کړې او دغه کار يې د پاکستان په ګټه کړى دى.
حنا رباني کهر وويل، امريکا ژمنه ورکړې چې د سلاله په څېر پېښې به بيا نه تکراريږي.
هغې زياته کړه، چې له امريکا سره پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه بريدونو د لړۍ د بندولو په اړه هم خبرې اترې روانې دي.
د اطلاعاتو وزير قمرزمان کايره وويل، چې امريکا د پاکستان اصولي دريځ ومانه او د پاکستان اندېښنې يې لرې کړې.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن