ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا په پوهنتون کې د دوو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

4 Jul 2012 - 16:39
4 Jul 2012 - 16:39

ګردېز (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): په پکتيا پوهنتون کې د کرنې پوهنځي او هلکانو ته د ليليې د ودانيو د جوړېدو د بنسټ ډبرې د چنګاښ په ١٤مه کېښودل شوې.

د ودانيو د بنسټ ډبرې د اېښودو په مراسمو کې د پکتيا پوهنتون رييس پوهندوی عبدالرحيم فراهي وويل، چې د کرنې پوهنځي ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي چې لګښت يې شاوخوا شپږ سوه څلوېښت زره امريکايې ډالره کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بودجې ورکول کېږي چې د تدريسي خونو ترڅنګ به لابراتوار او د غونډو تالار هم ولري.

 ده په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې د ليليې د ودانۍ د جوړېدو چارې هم نن پيل شوې چې د څلور سوه پنځه اتيا زرو امريکايي ډالره په لګښت سره په درېيو پوړونو کې جوړيږي.

نوموړی زياتوي، چې د دې ودانۍ چارې له هغو پيسو بشپړيږي چې هر کال پکتيا ته له نشه يي توکو سره د مبارزې د وزارت له بودجې دغه ولايت ته د نشه يي توکو د نه کر په بدل کې ورکول کېږي او د څلور سوه محلصينو د استوګنې ستونزه ښايي هواره کړي.

هغه ايي: (کېدای شي تر دې هم زيات محصلين له دې ليليې څخه ګټه واخلي خو د اوس لپاره د يادو محصلينو لپاره جوړيږي او دا مصرفوونکې پيسې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست له لوري د پوهنتون ليليې ته ځانګړې شوې دي.))

په پکتيا پوهنتون کې د دغو دوو ودانيو د بنسټ ډبرې د اېښودنې په مراسمو کې د پکتيا د والي ترڅنګ په ولسي جرګه کې د پکتيا وکيلانو راضيه سعادت، نواب منګل او قومي مشرانو هم برخه اخيستې وه.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي محمدنواب منګل په دغو مراسمو کې وويل، چې پکتيا له پخوا له تعليم څخه پاتې دى، اوس دې ته ډېره اړتيا لري چې په خپله سيمه کې پوهنتون، ښوونځي او تعليمي اداره د هېواد تر نورو ولايتونو څو چنده پياوړې کړي.

په دغو مراسمو کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد هم وويل، چې د دوی ټوله پاملرنه د زده کړو لپاره ده او نوره به هم هڅه وکړي چې د پکتيا پوهنتون ستونزې هوارې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي ادارې له بودجې يې وخت ناوخت پوهنتون ته د اړتيا وړ وسايل پېرلي او ده وويل: ((هڅه مې دا ده چې د پکتيا ښوونځي او پوهنتون په پښو ودرېږي، استادان يې پياوړي او تقويه شي، وخت پر وخت مو له خپل وس سره سم پوهنتون ته يو څه اخيستي، خو دا ځل به هڅه کوو چې ډېر کار ورته وکړو.))

ده په خپلو خبرو کې د پوهنتون پر محصلينو غږ وکړ، چې د زده کړو پر مهال د سياست، قوم پالنې او ګوند پالنې له مسايلو تېر شي او خپلو زده کړو ته پاملرنه وکړي او که چېرې بيا هم داسې کارونه کېږي، ښايي د پوهنتون لپاره ستونزې راولاړې کړي.

Views: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version