اسعداباد (پژواک ٢٨ تله ٩١): د کونړ پوهنتون د کرنې پوهنځي او ليليې لپاره د ودانيو د جوړېدو چارې د ١٧ سوه زره ډالرو په لګښت پيل شوې.
د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد په دغو مراسمو کې وويل، چې د کرنې پوهنځى د ٥ سوه زره ډالرو او د ليليې ودانۍ د ١٢ سوه زره ډالرو په لګښت د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي مرسته جوړيږي.
د هغه په وينا، د يادو ودانيو په جوړيدو سره به يې د محصلينو پر وړاندې د ټولګيو او ليليي د نه شتون ستونزه هواره شي
نوموړي زياته کړه، چې د نړيوال بانک، د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د استادانو په همکارۍ سره به د کونړ پوهنتون په يوه معياري پوهنتون بدل شي.
د کونړ پوهنتون رييس ميراحمد حامد وويل، چې د کرنې پوهنځي او ليليې ودانۍ په درې درې پوړونو کې جوړيږي، چې لسګونه خونې به ولري او د ١٨ مياشتو په موده کې به يې د جوړيدو چارې بشپړې او ګټې اخيستې ته به وړاندې شي.
د ده په خبره، دا مهال د افغان سيدجمالدين پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ تر کار لاندې ده او د کمپيوټر ساينس او شرعياتو پوهنځي ودانۍ نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د لوړو زده کړو وزير ورسره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي نوي تعليمي کال کې به يوميليون ډالر د سيدجمالدين افغان پوهنتون د پراختيايي کارونو لپاره ورکړي.
د کرنې پوهنځي او ليليي ودانۍ د جوړيدو چارې په داسې مهال پيليږي، چې د کونړ پوهنتون خپله ودانۍ نه لري او محصلين يې خپلې درسي چارې د کونړ په عالي دارلعلوم کې مخ ته وړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن