ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

6 Jan 2012 - 15:31
6 Jan 2012 - 15:31

اسعد اباد ( پژواک ١٦ مرغومى ٩٠ ) :په کونړ کې د سيدجمالدين افغان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ودانۍ  جوړولو چارې پيل شوې .

 د کونړ پوهنتون رييس ميراحمد وايي چې د ښوونې او روزنې د پوهنځي ودانۍ دلوړو زده کړو وزارت د پنځه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړېږي.

 هغه دمرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ودانۍ کې ٢٤تدريسي خونې او نور ملحقات به د يوه کال په موده کې جوړ شي.

 د نوموړي په وينا، ددې ودانۍ له جوړيدو سره به يې د سلګونو محصلينو د ټولګيو د نه شتون ستونزه هواره شي او ددې ترڅنګ به ډير ژر دکرنې پوهنځي او دليليې د ودانيو دجوړېدو چارې هم پيل شي .

 ميراحمد همداراز يادونه وکړه، چې په نوي تدريسي کال کې به د کمپيوټر ساينس پوهنځى هم فعال شي.  

 دکونړ والى سيد فضل الله وحيدي  وويل چې ددغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د جوړېدو غوښتنه د کونړ د مشرانو وه ، چې نور بايد دکونړځوانان بې زده کړو پاتې نه شي.

 د کونړ والي د پوهنتون د پرمختګ او د امکاناتو په اړه وايي چې درې اتيا جريبه ځمکه په په مرکز کې د پوهنتون په واک کې ورکړل شوې ده .

 د کونړ پوهنتون تردې مهاله خپله ودانۍ نه لري اومحصلين يې خپلې درسي چارې دکونړ په  ديني  دارالعلوم کې مخ ته بيايي، چې دځاى دکموالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي .

 د کونړ د سيد جمالدين افغان پوهنتون نږدې دوه کاله مخکې دخلکو په غوښتنه اوهڅو جوړشوى، چې دامهال په درې پوهنځيو کرنې ، شرعيات او ښوونې او روزنې  کې د هيواد دبېلابېلو ولايتونو پنځه سوه محصلين  په لوړو زده کړو بوخت دي .

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version