ښرنه ( پژواک ١١ غويى ٩٢) : د پکتيکا پوهنتون محصلين د پوهنتون لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو او نورو پوهنځيو غوښتنه کوي .
پکتيکا پوهنتون اوسمهال يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځى لري ، چې په کې ٢٧٥ تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.
د دې پوهنتون يو تن محصل محمد الله همتيار وايي ،چې د پوهنتون لپاره دې معياري ودانۍ جوړه شي او هم دې په دې پوهنتون کې نور پوهنځي زيات شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې اوسمهال د پکتيکا پوهنتون محصلين د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړه کوي،چې په دې ودانۍ کې د کرنې او حسابدارۍ د دوه انستيتيونو زده کوونکي هم زده کړه کوي.
نوموړى زياتوي ، چې د ليليې د نشتوالي ستونزه هم پر خپل ځاى ده ، محصلين د يوې کرايي ودانۍ په تنګو خونو کې ژوند کوي،چې د زده کړو لپاره مناسب ځاى نه دى.
پکتيکا پوهنتون د ښوونې او روزنې په يواځيني پوهنځي کې د کيميا ، بيولوژي،انګليسي ژبې ،رياضي، فزيک او اسلامي ثقافت فعاله څانګې لري.
د دې پوهنتون يو بل محصل محمد اکرم وايي،چې د پکتيکا په پوهنتون کې دې ،د کرنې ،اقتصاد،ژورناليزم او کمپيوټر ساينس پوهنځي هم فعال شي.
هغه د پکتيکا پوهنتون لپاره د نوې او په اوسمهالو شرايطو برابرې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه،چې د تدريس چارې دې هم معياري شي.
هغه وايي ،چې په پوهنتون کې استادان کم دي ،د لوړو زده کړو وزارت دې د پوهنتون د معياري کيدو لپاره جدي هڅې پيل کړي، تر څو د پکتيکا پوهنتون معياري شي.
د پکتيکا پوهنتون رييس محمد شفا تسل هم د دې پوهنتون د محصلينو نيوکې او غوښتنې پر ځاى بولي او زياتوي ،چې په دې اړه يې هڅې پيل کړې دي .
هغه زياته کړه ،چې د پوهنتون د ودانۍ لپاره د ځمکې موندلو کار روان دى او د لوړو زده کړو وزارت ورسره ژمنه کړې،چې د پکتيکا پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو لپاره يې پيسې ځانګړې کړې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې په نوي کال کې به د کرنې، شرعياتو او د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ژورناليزم،ټولنيزو علومو،کمپوټر ساينس او پښتو څانګې ورزياتې کړي .
پکتيکا پوهنتون دوه کاله مخکې د دې ولايت د خلکو او چارواکو په هڅو او غوښتنه پرانيستل شو.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن