ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژانده کسانو د يوې ١٧کلنې نجلۍ سر پرې کړ

6 Jul 2012 - 11:35
6 Jul 2012 - 11:35

جلال اباد( پژواک ١٦ چنګاښ ٩١) :تېره شپه ناپېژانده کسانو د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په سره کلا  سيمه کې له شاوخوا ١٧ کلنې نجلۍ  څخه سر پرې کړى دى .

د خوګياڼو ولسوال حاجې عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې نجلۍ مړى د يادې سيمې خلکو نن سهار د سيمې په کرندو کې ليدلى او بيا يې په اړه پوليسو ته خبر ورکړى و.

د هغه د څرګندونو له مخې، وژل شوې نجلۍ تر اوسه نه ده پېژندل شوې، خو له جامو يې  ښکاري ، چې  د کليوالو سيمو اوسېدونکې نه ده .

دده په وينا، کېداى شي دغه نجلۍ له بلې سيمې راوستل شوي او په سره کلا کې وژل شوې وي او يا يې  مړى له بل ځاى څخه دې سيمې ته راوړل شوى وي.

دى وايي، چې پوليسو ددې نجلۍ مړى د خوګياڼو کلينيک ته لېږدولى او د پيښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

خو د ياد شوي کلينيک يوه ډاکټر عبدالله وويل ، چې ددې نجلۍ مړى د عدلي طب د پلټنو په موخه په جلال آباد ښار کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.

د سرې کلا اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  د يادې نجلۍ مړى د کلي خلکو نن سهار په کروندو کې ليدلى و.

دى هم وايي، چې وژل شوې نجلۍ د سيمې خلکو نه ده پېژندلې.

دده د معلوماتو له مخې، په تېره شاوخوا يوه مياشت کې په دې ولسوالۍ کې په مرموز ډول اته تنه وژل شوي دي.

د هغه په وينا، له يادو کسانو څخه دوه يې نوي ځوانان وو ، چې درې ورځې مخکې يې نامعلومو کسانو  سرونه پرې کړل.

ده پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د دا ډول پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلى دى .

تېره اونۍ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په زورمنډۍ سيمه کې هم د شپې ناوخته نا پېژانده وسلوال يوه کور ته ننوتل او د يوې نجلۍ ، چې د ١١ ټولګي زده کوونکې وه ، سر يې پرې کړ.

ددې پېښې په تړاو پوليسو يوتن نيولى دى .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version