[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): د کابل ښار شپږمې امنيتي حوزې اړوند، حاجي نبي ښارګوټي ته څېرمه په یوه غونډۍ کې د يوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی دی.
د کابل امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې نجلۍ مړی تېره ورځ موندل شوی او پر بدن یې له نښو ښکاري چې دغه نجلۍ په کاڼو وهل شوې او وژل شوې ده.
هغه زياتوي، د دغې نجلۍ مړی لا هم په عدلي طب کې دی او کورنۍ یې تر اوسه نه ده معلومه شوې.
د ده په وينا، څېړنې روانې دي چې د نجلۍ د وژل کېدو لامل څرګند شي.
[/restrict]
Views: 240
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن