ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د امريکا مهم غير ناټو ملګرى هېواد اعلان شو

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې افغانستان د امريکا غير ناټو مهم ملګرى هېواد اعلان کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن نن په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې ولسمشر بارک اوباما نن په رسمي ډول افغانستان د امريکا غير ناټو ملګرى هېواد بللى دى.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان له خوا د دغه دريځ خپلول به د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او دفاعي اړيکو د اوږدې مودې په چوکاټ برابرولو کې مرسته وکړي.

کلنټن وويل، چې ډېر لږ هېوادونه دا ځانګړى امتياز ترلاسه کوي.

له دې مخکې اسټراليا، مصر، اسراييل، جاپان او يو شمېر نورو هېوادونو دغه دريځ خپل کړى و.

دا هېوادونه په اسانه توګه کولى شي ،چې د امريکا له پوځي تجهيزاتو ګټه پورته کړي او دفاعي همکارۍ ترلاسه کړي.

کلنټن ، چې نن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلې له ولسمشر حامدکرزي سره تر کتنې وروسته دواړه په توکيو کنفرانس کې د ګډون لپاره  جاپان  ته روان شول .

ټاکل شوې، چې سبا د جاپان په توکيو ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي ، چې په دغه کنفرانس کې به له افغانستان سره د اقتصادي مرستو پر څرنګوالي خبرې وشي.

افغانستان تمه لري ، چې د کنفرانس ګډونوال به ژمنه وکړي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هر کال له افغانستان سره څه د پاسه ٤ ميليارده ډالره مرسته وکړي.

کلنټن وويل، چې په ياد کنفرانس کې به امريکا د نورو هېوادونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ژمنې اعلان کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېواد به يې افغانستان د جګړې تر پاى ته رسېدو وروسته هم يواځې پرې نه ږدي.

هغې زياته کړه: ((موږ حتى د افغانستان د يواځې پرېښودو فکر هم نه شو کولى.))

کلنټن وويل، چې په افغانستان کې امنيت ټينګ شوى او د افغان ځواکونو وړتياوې د لوړېدو په حال کې دي.

د کلنټن په خبره، افغانانو پر خپلو هڅو بدلونونه راوستي دي.

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې افغان او امريکايي چارواکي په افغانستان کې د فساد د له منځه وړلو او ناسالم مديريت د سمولو لپاره، ښې حکومتولۍ او د قانون حاکميت لپاره په ګډه کار کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې په توکيو کنفرانس کې د حساب ورکونې هڅې هم شاملې دي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې له افغانستان سره له کېدونکو مرستو عام افغانان ګټه پورته کوي.

           
ولسمشر کرزي يادې خبري ناستې ته په لنډو خبرو کې کابل ته د مېرمن کلنټن راتګ ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، چې مېرمن کلنټن د دې لپاره کابل ته راغلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې وستايي.

افغانستان او امريکا څه موده وړاندې د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک کړ او تېره اونۍ د امريکا سفير او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د دغه سند د رسماً نافذېدو اعلان وکړ.

د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې له امريکا سره د افغانستان غير ناټو ملګرتوب به د افغانستان حيثيت او باور په نړۍ او سيمه کې ډېر کړي او د ګاونډويانو لاسوهنې به کمې کړي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version