ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځو درېيو ولايتونو کې د ګوزڼ او شري ضد واکسين پيل شو

7 Jul 2012 - 14:59
7 Jul 2012 - 14:59

جلال اباد (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): له نورستان پرته د ختيځ په ننګرهار، لغمان او کونړ ولايتونو کې ٧٣٢ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد او د کونړ ٤٧٠ زرو ماشومانو ته د شري ضد واکسين پراخ کمپاين نن پيل شو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ختيځو ولايتونو کې د شري پر ضد کمپاين نه وو ترسره شوى.

شېرزاد زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د کونړ ولايت له ګڼو ولسواليو څخه د شري خپرېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

د هغه په وينا، دا چې کونړ ډېر د شري تر ګواښ لاندې و، د عامې روغتيا وزارت وپتېيله، چې په دغه ولايت کې تر لس کلنو ماشومانو پورې ٤٧٠ زرو تنو ته د شري ځانګړى واکسين تطبيق کړي.

شېرزاد وويل، دغه واکسين به په نوبت سره د ياد وزارت له لوري د هېواد په ټولو ولايتونو کې تطبيق شي.

د عامې روغتيا رييس وايي، چې د دغه واکسين ترڅنګ يې د لغمان د مرکز او قرغيو ولسوالۍ، په ټول ننګرهار او ټول کونړ کې د ګوزڼ ضد درې ورځنى کمپاين د ٤٥٠٠ رضاکارو له لوري پيل کړ، چې هغه به هم د معمول پر خلاف د پنځه کلنو پر ځاى تر لس کلنو ماشومانو پورې تطبيق کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د لغمان ځينې ولسوالۍ او ټول نورستان يې ځکه په دغه کمپاين کې نه دي شامل کړي، چې د ګوزڼ تر ګواښ لاندې نه دي.

د ننګرهار مرستيال والي او سرپرست محمدحنيف ګرديوال او د ولايتي شورا غړي ډاکټر عبدالقهار لودين له ټولو دولتي ارګانونو، قومي مخورو او ديني علماوو غوښتنه وکړه، چې د دواړو ناروغيو پر ضد مبارزه کې دې له روغتيايي کار کوونکو سره مرسته وکړي.

د يادونې ده ، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې تر اوسه په ختيځه سيمه کې کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.

دغه کمپاين په داسې حال کې پيل شوى، چې د روغتيا نړيوال سازمان تېره اونۍ اعلان وکړ، چې په سوېلي اسيا هېوادونو پاکستان، افغانستان او هندوستان کې په دې وروستيو کې د ګوزڼ پېښې زياتې شوې دي.

سرچينې زياته کړې وه، چې دوه کاله مخکې په افغانستان کې د ګوزڼ ٣١ پېښې وې، خو اوس دغه شمېره ٨٠ ته رسېدلې ده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version