ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې

15 Jul 2012 - 12:28
15 Jul 2012 - 12:28

اسعداباد (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): د کونړ ولايت روغتيايي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ يوه مثبته قضيه ثبت شوې ده.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست د واکسيناسيون د څانګې مسوول محمداسحق د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه د دغه ولايت د د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې ثبت شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دوه اونۍ مخکې دوى ته په دې اړه معلومات ورکړل شوي وو او د دوى پلاوي له څېړنو او معايناتو وروسته دا ثابته کړه، چې ١٨ مياشتنۍ ماشومه چې قانته نومېږي، د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوې ده.

اسحق وايي، چې د دغه ولايت په سرحدي ولسواليو کې د دولت وسلوال مخالفين او ځينې موافقين يې د ګوزڼ د واکسيون پر ضد تبليغات کوي او دا حرام بولي.

نوموړي وويل، چې له همدې له امله په دغو سيمو کې ډېر خلک دغه واکسين ته زړه نه ښه کوي او دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

د واکسيناسيون د پروګرام مسوول وويل، چې د يونيم کلنې قانتې پلار هم د واکسين خلاف دى، که څه هم څلور دورې واکسين يې شوى و، خو په وروستيو دورو کې يې خپلې لور ته د ګوزڼ د څاڅکو له ورکولو ډډه کړې وه.

محمداسحق زياته کړه، چې له ١٩٩٩ زېږديز کال څخه تر ٢٠١١ زېږديز کاله پورې په کونړ ولايت کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې، خو له تېر يو کال راهيسې دا دويمه قضيه ده چې په دغه ولايت کې ثبتيږي.

نوموړي وويل، چې د دا ډول پېښو د مخنيوي په موخه په پلان کې لري، چې دوه ورځې وروسته د دغه ولايت په شپږو سرحدي ولسواليو سرکاڼو، مروروه، شيګل، دانګام، غازي اباد او ناړۍ کې د ګوزڼ پر ضد د واکسين ځانګړى کمپاين ترسره کړي.

د هغه په وينا، د دغه کمپاين په ترڅ کې به په يادو ولسواليو کې تر ٥٠ زرو زياتو هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چنګاښ په ١٧مه په کونړ، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې ٧٣٢زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين پراخه درې ورځنى کمپاين کمپاين پيل شوى و.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د چنګاښ په اوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ختيځو ولايتونو کې د شري پر ضد کمپاين نه و ترسره شوى.

په کونړ کې ياده مثبته قضيه په داسې حال کې ثبت شوې، چې د روغتيا نړيوال سازمان تېره اونۍ اعلان وکړ، چې په سوېلي اسيا هېوادونو پاکستان، افغانستان او هندوستان کې په دې وروستيو کې د ګوزڼ پېښې زياتې شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې دوه کاله مخکې په افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ٣١ وې، خو اوس دغه شمېره ٨٠ ته رسېدلې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version