ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د سل کيلومتره په کچه دوه سړکونه پخېږي

11 Jul 2012 - 16:57
11 Jul 2012 - 16:57

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د هرات له ښار څخه د دغه ولايت تر پښتون زرغون او غوريان ولسواليو د ٣١،٦ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پر څه باندې سل کيلومتره سړک قير اچول کېږي.

په همدې موخه نن د افغانستان د فوايد عامې وزير انجنير نجيب اوژن او د “هوبي لينيما” د افغاني او چينايي ګډ ودانيز شرکت د استازي انجنير داوود ترمنځ دوه تړونونه لاسليک شول.

دغه شرکت د دې پروژو پلى کوونکى دى.

د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال انجنير احمدشاه وحيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړي تړون له مخې به د غوريانو ولسوالۍ له مرکزه د هرات تر ښار پورې پر ٥٧،٥ کيلومتره سړک چې لس متره سور لري، قير واچول شي.

هغه وايي، چې د دغه سړک پر قير کولو به ١٩،٧ ميليونه ډالره لګښت راشي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دې پروژې کار به ژر پيل او په ٥٣٩ کاري ورځو کې به بشپړ شي.

دغه راز وحيد وويل، چې د دويم تړون له مخې به د پښتون زرغون ولسوالۍ له مرکز څخه د هرات تر ښار پورې پر ٤٤،٤ کيلومتره سړک چې ٩ متره سور لري ، قير واچول شي.

دى وايي، چې پر دغه سړک ١١،٩ ميليونه ډالره لګښت راځي او د دواړو سړکونو لګښت د دولت له بودجې ورکول کېږي.

دغه راز هغه وويل، چې د پښتون زرغون ولسوالۍ سړک د قير کولو کار به هم ژر پيل او په ٣٦٥ کاري ورځو کې به بشپړ شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له ١٣٨١ کال راهيسې په افغانستان کې ٦٧٠٠ کيلومتره سړک نوى جوړ شوى او قير پرې اچول شوى دى.

سرچينه زياتوي، چې په دې موده کې د هېواد په بېلابيلو برخو کې پر ١٢٠٠٠ کيلومتره سړک کرېړ اچول شوى او پلونه او پلچکونه يې هم جوړ شوي دي.

دغه راز سرچينه وايي، چې په دې موده کې پر ٢٥زره کيلومتره سړک يواځې کرېړ اچول شوى او دا مهال د زر کيلومتره سړک د جوړولو کار روان دى.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version