ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار چارواکي د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه کوي

12 Jul 2012 - 17:41
12 Jul 2012 - 17:41

جلال اباد ( پژواک ٢٢ چنګاښ ٩١) د ننګرهار ولايتي ادارې د ايساف له ځانګړو ځواکونو وغوښتل، چې د دغه ولايت هغو اوو ولسواليو ته دې سيمه ييز پوليس ورکړي، چې کورنيو چارو وزارت منظور کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د چنګاښ په ٢٢ مه په يوه خبري  کنفرانس کې وويل، چې څلور مياشتې مخکې دکورنيو چارو وزارت دڅلورو ولسواليو لپاره سيمه ييز پوليس منظور کړي وو.

د هغه په وينا، د کامې، ګوشتې، اچين او ښيوې د هرې ولسوالۍ لپاره دوه سوه سيمه ييز پوليس منظور شوي، چې يواځې په ګوشتې ولسوالۍ کې د ايساف ځانګړي ځواک دوه سوه پوليس په دندو وګومار ل.

نوموړي زياته کړه، سره له دې ، چې سيمه ييزو پوليسو په ګوشتې ولسوالۍ کې ښه پايله درلودلې ده او د سيمې امنيت او ولسونو باور ورسره ټينګ شوى ، ايساف د ناڅرګندو دلايلو له مخې، د نورو ولسواليو  دغه تشکيل وځنډاوه.

عبدالزي وويل: ((يوه مياشت وړاندې کورنيو چارو وزارت څلور نورې نا ارامې او سرحدي ولسوالۍ په دغه ليکه ور ګډې کړې او هرې ولسوالۍ ته يې د درې سوه سيمه ييزو پوليسو منظوري ورکړه.))

د نوموړي په وينا، د ايساف ځانګړي ځواکونه اوس بايد ولايتي ادراې ته د څلورو نويو او درېيو پخوانيو ولسواليو لپاره له امکاناتو سره يوځاى د دوه زره سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړي.

د ده په خبره، دغه چاره د امنيتي واک لېږدونې په درېيم پړاو کې اغيزمنه تمامېداى شي او د سيمه ييزو پوليسو په ګومارلو سره به ملي اردو، ملي او سرحدي پوليس خپلو اصلي دندو ته وخت پيدا کړي.

د کوز کونړ ولسوال اعجاز مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې څو ځله د ننګرهار والي او نړيوالو ځواکونو سره غونډې کړې دي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس له خپل چاپېريال سره اشنايي لري، مشکوک خلک ژر پېژني او د ولس ملاتړ هم ورسره وي؛ ځکه نو يې دوى غوښتنه کوي.

د ښيوې د پرمختيايي شورا رييس ملک محمد اکبر پژوا ک اژانس ته وويل، چې د دوى د ولسوالۍ په ختيځ کې، د کونړ په يو شمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس جوړ شوي، چې د لويې لارې امنيت ورسره ښه شوى دى.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس ځکه تر نورو پوليسو په امنيت ټينګونه کې ډير اغيزمن دي، چې د خپل کور او کلي امنيت ته ژمن دي.

نوموړي زياته کړه، که د سرحدي ولسواليو ځوانان د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې جذب شي، له هيواد نه د ځوانانو د وتلو مخه نيول کيږي او څوک زړه نه ښه کوي، چې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د اړيکو تارونه وغځوي.

پژواک هڅه وکړه،چې په دې اړه د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر نظر واخلي،خو   بريالى نه شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version