ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکو هم له سيمه ييزو پوليسو شکايت وکړ

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکو هم له سيمه ييزو پوليسو شکايت وکړ

author avatar
28 Oct 2012 - 10:54
د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکو هم له سيمه ييزو پوليسو شکايت وکړ
author avatar
28 Oct 2012 - 10:54

جلال اباد ( پژواک ٧ لړم ٩١ ) : د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي له سيمه ييزو پوليسو شکايت لري او ادعاکوي ، چې دوى د شپې له خوا غلاوې کوي.

سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوي، خو لګښتونه يې د امريکايي ځواکونو له خوا ورکول کېږي.

تر اوسه د هېواد په شاوخوا ٢٥ ولسواليو کې دا پوليس ګومارل شوي او دا لړۍ روانه ده.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي نظر  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ځينې غله ننوتي، چې د سيمې د اوسېدونکو خوب يې حرام کړى دى.

هغه زياته کړه: (( دغه پوليس د شپې له خوا خلک د طالبانو په نوم تالاشي کوي.))

نوموړى وايي ، چې په اوس وخت کې د نورو وسلوالو کړيو ځاى سيمه ييزو پوليسو خپل کړى دى.

د ګوشتې سرحدي ولسوالۍ د زيړ بند اوسېدونکى سلطان هم ورته خبره کوي او وايي ، چې سيمه ييز پوليس  له دندې ناوړه ګټه اخلي او په کليو کې شخصي تعصبونه پالي، هغه وايي ، چې دوى له دولتي موټرونو څخه  هم شخصي ګټه اخلي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: (( دوى ټول  ددولت په رنجر موټرو کې ګرځي او خپل شخصي کارونه پکې کوي.))

سلطان زياتوي ، که چېرې سيمه ييز پوليس همدا شان کړنې کوي، نو ډېر ژر به ولس ولايتي ادارې ته حاضر او خپل شکايت به ورته وړاندې کړي .

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ګوشتې ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو په افغانستان کې د سيمه ييزو پوليسو  له مشر څخه د يوې غونډې په ترڅ کې غوښتنه کړې وه ، چې د دوى په ولسوالۍ کې دې سيمه ييز پوليس زيات کړي.

د ګوشتې ولسوال عيسى خان ځواک د ځينو ګوشته والو ادعاوې بې بنسټه بولي .

هغه پژواک اژانس ته وويل ، هغه خلک په دې اړه شکايتونه کوي کومو ته چې په سيمه ييزو پوليسو کې برخه نه ده ورکړل شوې.

ولسوال زياته کړه: (( دا ټولې په شخصي تعصب ولاړې ادعاوې دي، زموږ د محلي پوليسو نه  ټوله ګوشته خوشحاله ده او د نورو محلي پوليسو غوښتنه يې هم کړې ده.))

د ګوشتې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ډګروال عبداللطيف بهسودوال هم  د نوموړې ولسوالۍ د ځينو اوسېدونکو تورونه ردوي او وايي چې دا ټول تورونه بې بنسټه دي.

نوموړى وايي، چې هېڅ دولتي موټر په شخصي ډول نه دى استعمال شوى او نه دا اجازه لري، چې څوک يې استعمال کړي.

نوموړي زياته کړه : (( دا د محلي پوليسو په پاک نوم يو داغ دى، چې دا خلک يې لګوي، دلته هېڅکله هم داسې نه دي شوي او که د چا سره يې ثبوت وي نو را ودې ښايي.))

بهسودوال وايي ،چې په دغه ولسوالۍ کې ټول دوه سوه سيمه ييز پوليس دي، چې په شپږو پوستو او يوې قطعه متنظره باندې وېشل شوي دي.

ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ يو شمير قومي مشرانو او مخورو  په يوې غونډې کې د ننګرهار له والي وغوښتل، چې په کامه کې دې سيمه ييز پوليس نه جوړ وي ،ځکه سيمه ييز پوليس په ځاى د دې چې امنيت ښه کړي خرابوي يې.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.