ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار په ده افغانانو کې د حاجي عبدالرحمن جامع جومات پرانيستل شو

13 Jul 2012 - 15:00
13 Jul 2012 - 15:00

کابل (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩١): د کابل ښار په ده افغانانو کې د حاجي عبدالرحمن جامع جومات د چنګاښ په ٢٣مه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل شو.

په دې اړه په جوړې شوې غونډه کې د ولسمشر په ګډون د کابينې يو شمېر غړو، ديني عالمانو، سوداګرو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.

ولسمشر کرزي يادې غونډې ته د وينا پر مهال د دغه جومات په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((دا د خوښۍ ځاى دى چې نن زموږ د خپلو افغانو په مالي لګښت او افغان انجنيرانو په هڅې داسې يو ستر جومات جوړېږي.))

هغه، جوماتونه د ورورولۍ د ټينګښت ځايونه وبلل او په ټولو افغانانو يې غږ وکړ، چې د هېواد د ښې راتلونکې او يووالي لپاره دې لاس په کار شي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني د حاجي عبدالرحمن جامع جومات جوړېدل يو نېک کار ياد کړ، د دنيا او اخرت لپاره يې ستره پانګونه وبلله.

نوموړي له ديني عالمانو وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت لپاره دې کار وکړي او زياته يې کړه: ((هيله من يم چې د دغه جومات جوړېدل د سولې يو پيغام له ځان سره ولري.))

د مرحوم حاجي عبدالرحمن جامع جومات د انجنيرۍ مسوول انجنير رحيم ګل صميم پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه جومات د جوړولو کار په ١٣٨٠ کال کې پيل شوى و او ټاکل شوې وه چې په شپږو کلونو کې بشپړ شي.

د هغه په وينا، له دې امله چې د جومات په ودانۍ کې کارېدونکي توکي له بهر څخه راوړل کېدل او ځينو دولتي رسميات د دې لامل شول چې دغه پروژه له ځنډه سره مخ شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه جومات پر شاوخوا ٧ جريبه ځمکه په درېيو پوړونو کې جوړ شوى، چې په يو وخت کې د شاوخوا ١٠ زره لمونځ کوونکو د ځايېدو وړتيا لري.

هغه وايي، دغه جومات چې يو پوړ يې د مېرمنو لپاره ځانګړى شوى، يو کتابتون، د اودس ځاى او نور ملحقات هم لري.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د دغه جومات په کتابتون کې دا مهال ١٥٠زره بېلابېل کتابونه شتون لري او خلک کولى شي چې د مطالعې لپاره ترې ګټه پورته کړي.

د مرحوم حاجي عبدالرحمن زوى انجنير شعيب له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: (خوښ يم چې د پلار هيله مې نن پوره شوه.)

هغه د دغه جومات د مالي لګښت په اړه معلومات ورنه کړل خو ويې ويل، خداى ورکړى دولت و او د خداى په لاره کې ولګول شو.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version