جلال اباد (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): په ختيځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قومانداني وايي، چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې يې شپږ مخالفين وژلي دي.
د سرحدي پوليسو وياند محمدادريس مومند د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې شپې له يوې بجې څخه تر نن غرمې لس بجې پورې د وزير پر سنګياني پوسته وسلوالو مخالفينو بريد کړى، خو پوليسو ته يې کومه مرګ ژوبله نه ده اړولې.
هغه زياته کړه، چې د سرحدي پوليسو د هوايي څارنې په موخه ايتلافي ځواکونو مرسته کړې، خو د سرحدي پوليسو په توپچي ډزو شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن پژواک ته ومنله، چې په وزيرو کې ٩ ساعته جګړه شوې او دولتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
ولسوال وويل، ده هم راپورونه ترلاسه کړي، چې شپږ وسلوال وژل شوي، خو مړي يې مخالفينو له ځان سره لېږدولي دي.
د نوموړي په وينا، ايتلافي ځواکونو د سرحدي پوليسو د مرستې لپاره په سيمه کې روښانوونکي پيشنګونه غورځول، چې د وسلوالو سنګرونه او فعاليتونه معلوم کړي؛ خو پر وينا يې عملاً يې په جګړې کې برخه نه درلوده.
د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې وزير د خوګياڼيو تر ټولو نا ارامه سيمه ده چې وخت نا وخت په کې د ماين چاودنې او چاڼيز عمليات ترسره کېږي.
يوه اونۍ وړاندې په دې سيمه کې له يوې ځوانې ښځې څخه نا پېژاندو وسلوالو سرغوڅ کړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن