ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرحدي پوليسو د ٩ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ

27 Feb 2012 - 16:03
27 Feb 2012 - 16:03

جلال اباد ( پژواک ٨ کب ٩٠ ) : په ختيځو ولايتونو کې سرحدي پوليسو د نهو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.

په ختيـځ کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان ولي خان شينواري د کب په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ د ژۍ سر په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو په ځوابي بريد کې وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لومړي زون سرحدي پوليسو وياندادريس مومند پژواک اژانس ته وويل چې وسلوالو مخالفينو غوښتل  دې پوستې ننوځي.

خو نوموړى وايي ، چې سرحدي پوليسو په دې اړه  کشفي معلومات ترلاسه کړي و او لا دمخه مخالفينو ته په کمين کې ناست وو.

مومند وويل چې په دې نښته کې نهه وسلوال مخالفين ووژل شول  او درې يې په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، له مخالفينو څخه اوه ميله وسلې ترلاسه او د وژل شويو مخالفينو پنځه جسدونه هم په سيمه کې پاتې شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په نازيانو کې درنه جګړه شوې، خو دولتي ځواکونو ته  يې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version