خوست ښار (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): په خوست ښار کې د عربي متحده اماراتو له لوري د ۱۲ ميليونه افغانيو په لګښت د جومات د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه جومات د بنسټ ډبره د خوست ښار اړوند د دوولس سوه فاميليو يا د ازادۍ مېنې په سيمه کې د چنګاښ په ۲۴مه مازيګر مهال د يو شمېر چارواکو له لوري کېښودل شوه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه وويل، چې پر ياد جومات باندې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د عربي متحده امارات له لوري ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د دوولس سوه فاميليو د ساحې لپاره په دغه جومات کې د ملا امام لپاره کور او يوه ديني مدرسه هم جوړېږي.
د نعيمي په خبره، په لمونځونو سربېره به په دغه جومات او مدرسه کې نجونو ته د يني زده کړې هم ورکول کېږي.
د خوست والی د متحده اماراتو له دولت څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې په خوست کې دا ډول مرستې نورې هم ترسره کړي ، ترڅو ديني مقدسات ورغول شي.
د يادولو ده، چې يوه مياشت وړاندې په همدې سيمه کې د يو بل جومات د بنسټ ډبره هم اېښودل شوې وه ، چې دا مهال يې چارې ٢٠ سلنه ترسره شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن