ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرانسوي عسکرو وژونکى د ملي اردو سرتېرى پر اعدام محکوم شو

17 Jul 2012 - 13:05
17 Jul 2012 - 13:05

کابل-جلال اباد (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د ملي اردو هغه سرتېرى چې په کاپيسا ولايت کې يې څلور فرانسوي سرتېري وژلي وو، پر اعدام محکوم شو.

د عبدالصبور په نوم د ملي اردو دغه سرتېري د ١٣٩٠ لمريز کال د مرغومي په ٣٠مه د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ايساف پر فرانسوي سرتېرو ډزې وکړې ، څلور تنه يې ووژل او ١٥ نور ټپيان شول.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريد جنرال دولت وزيري د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سرتېرى چې صبور نوميږي، پرون يې په کابل کې د سېلاب قول اردو له خوا لومړنۍ محکمه ترسره شوه.

هغه زياته کړې، چې محکمې د دواړو خواوو د دلايلو له اورېدو وروسته دغه سرتېرى پر اعدام محکوم کړ.

جنرال وزيري وويل، چې د محکوم شخص پر وړاندې دوه نورې محکمې هم شته، کولى شي چې د دې محکمې د حکم پر ضد عريضه وکړي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي هم پژواک اژانس ته د ياد سرتېري د محاکمې خبر تاييد کړ.

نوموړي زياته کړه، چې د لومړنۍ محکمې ياد سرتېرى پر اشد مجازات (اعدام) محکوم کړى او اوسمهال د څرخي پله په زندان کې بندي دى.

د يادو فرانسوي سرتېرو تر وژل کېدو وروسته د فرانسې حکومت سخت غبرګون وښود او له ټاکلي مهالوېش (٢٠١٤ زېږديز کال) څخه د مخه يې د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ.

فرانسه چې په افغانستان کې يې شاوخوا ٣٥٠٠ سرتېري درلودل، پنځه سوه سرتېري يې خپل هېواد ته ستانه شوي او ټاکل شوې، چې پاتې نور يې هم د روان زېږديز کال په اوږدو کې ستانه شي.

ډېرى فرانسوي سرتېري په کابل او کاپيسا ولايتونو کې مېشت دي او تر اوسه يې ٨٦ سرتېري وژل شوي دي.

د ملي اردو دغه سرتېرى په داسې حال کې پر اعدام محکوم شوى، چې په تېرو څو کلونو کې د ايساف ځواکونو له خوا ګڼ شمېر افغان ملي سرتېري او عام افغانان وژل شوي، خو تر اوسه هېڅ بهرنى سرتېرى هم پر اعدام نه دى محکوم شوى.

د يادونې ده، چې څلور مياشتې مخکې يوه امريکايي سرتېري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ١٧ عام افغانان ووژل، که څه هم دغه سرتېرى امريکا ته لېږدول شوى، خو تر څلورو مياشتو تېرېدو وروسته يې هم تر اوسه رسمي محکمه نه ده پيل شوې.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version