ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ استيناف محکمې يو تن پر اعدام محکوم کړ

17 Jul 2012 - 14:43
17 Jul 2012 - 14:43

اسعداباد (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د کونړ ولايت د استيناف محکمې په يوه ډاګيزه محکمه کې يو تن چې د خپلې مېرمنې د قتل په تور تورن و، پر اعدام محکوم شو.

دغه ډاګيزه محکمه نن (د چنګاښ ٢٧مه) د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د استيناف محکمې په ودانۍ کې جوړه شوې وه.

د خيرمحمد په نوم د تورن د دوسيې مؤظف څارنوال شاه محمود له خوا پر تورن د قتل ټول دلائيل او شواهد قضائيه هيئت ته وړاندې کړل او د جزا د قانون پنځه نويمې مادې د دويم بند او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنوي د قانون په رڼا کې د قتل په تور تورن خيرمحمد ته د اعدام سزا غوښتنه وکړه.

د وژل شوې مېرمنې ورور او زوى يې هم د قضائيه پلاوي پر وړاندې شاهدي ورکړه، چې وژل شوې يوه پاک لمنه ښځه وه او د شپې شاوخوا دوولس بجې په خپل کور کې زندۍ شوې وه.

د تورن خيرمحمد مدافع وکيل عصمت الله اخندزاده د څارنوال دلايل او شواهد نيمګړي وبلل او له قضائيه پلاوي يې د جزا د قانون د درې سوه اته نويمي مادې له مخې چې دوه کاله د بند سزا ده، غوښتنه وکړه.

د قضائيه هيئت مشر د څارونوال، عدلي پوليسو، شاهدانو له ادعاوز اورېدو وروسته د جزا د قانون د پنځه نويمې مادې د حکم پر اساس او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوې د ٢٢مې مادې له مخې تورن خيرمحمد د اعدام پر سزا محکوم کړ.

د تورن مدافع وکيل د قضائيه هيئت په پرېکړه قناعت ونه کړ او د دويمې محکمې غوښتونکى شو.

د علني محکمې يوه ګډونوال د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکى تاج ولي پژواک اژانس ته وويل، چې د قضائيه هيئت پرېکړه عادلانه وه او بايد ياد سړى چې خپله مېرمن يې وژلى په ريښتني توګه اعدام شي.

هغه زياته کړه: ((د يو کس په اعدام سره د ډېرو خلکو ژوند بچ کېدلى شي.))

د کونړ د محاکمو رييس قاضي محمداشرف امين پژواک اژانس ته وويل، چې دوى غواړي ټولې پرېکړې په علني ډول ترسره کړي ترڅو خلکو ته معلومه شي، هغه کسان چې په هر ډول جرم تورن شوي د ولس پر وړاندې به خپله سزا وګوري او که بې ګناه وي برائت اخلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version