ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٨٠ کلن سړى د خپلې مېرمنې د قتل په جرم په ١٦ کاله بند محکوم شو

17 Jan 2012 - 17:28
17 Jan 2012 - 17:28

اسعداباد (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د نورمحمد خان په نوم ٨٠ کلن سپين ږيرى چې د خپلې ٧٠ کلنې مېرمنې په وژلو تورن و، د کونړ ولايت د يوې ډاګيزې محکمې له خوا په ١٦ کلونو بند محکوم شو.

 په دې اړه نن د مرغومي په ٢٧مه، د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې يوه ډاګيزه محکمه جوړه شوې وه.

 د وژل شوې مېرمنې يوه ګاونډي ډاکټر حميدالله، چې د وژل شوې مېرمنې ټپونه يې په خپلو سترګو ليدلي، په علني محکمه کې وويل چې وژل شوې مېرمن پر سر او سترګو ژور ټپونه په يوه جارحه چې تبر دى، خوړلي وو.

 د تورن نورمحمد کليوالو هر يو جوماتي، حاجي محمدجان، حاجي باوجان بيا د نورمحمد سپيناوى کاوه چې دا يو نېک سړى دى؛ خو دماغې توازن يې له لاسه ورکړى دى.

 حاجي محمد جان زياته کړه: ((موږ د کليوالو په توګه د نورمحمد او د ده د مېرمن کوم داسې څه نه اورېدلي او نه ليدلي، چې دى دې د قتل باعث شي.))

 څارنوال لطف الله د تورن نورمحمد د جزا قانون د ٣٩٥مې مادې د حکم پربنسټ او د جزا قانون د ٣٤مې مادې، چې عمل او پايله يې معلومه ده چې قتل دى، د اعدام غوښتنه وکړه.

 د قضايه هيئت مشر قضاوتمند محب الله اعلان وکړ، نورمحمد چې د قتل په تور تورن دى، د جزا قانون د درې سوه شپږ نوييمې مادې د حکم پربنسټ او د جزا قانون د ١٤٥مې مادې په نظر کې نيولو سره، دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي قانون په نظر کې نيولو سره په شپاړس کاله تنفيذي بند محکوم دى.

 د تورن نورمحمد مدافع وکيل حميدالله بيا د قضايي هيئت پر دغه حکم قناعت ونه کړ او د مرافعې محکمې غوښتونکى شو.

 تورن نورمحمد له محکمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ما خپله ښځه وژلې او اوس چې راته قاضيانو شپاړس کاله بند راکړ، زه په کې څه نه وايم؛ خو په دې باوري يم چې زه شپاړس کاله عمر نه لرم، چې په بند کې به يې تېر کړم . ))

 د اسعد اباد ښار يوه اوسېدونکي عبدالعزيز بيا د دغه ډول ډاګيزو محکمو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې دغه ډول محکمې چې ترسره کېږې او يو مجرم د خلکو پر وړاندې خپله سزا اوري، نو خلک باوري دي چې د جرمونو په کچه کې به کموالى راشي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version