[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نامعلومو وسلهوالو یو ۸۷ کلن سړی له خپلې مېرمنې سره وژلی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد د کب په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د لښکرګاه ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د کارته لګن سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، وژل شوي کسان د ناوې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، خو اوسمهال په لښکرګاه ښار کې اوسېدل.
راشد وایي چې هغوی د چړو په ګوزارونو وژل شوي او ورسره په تړاو دوه تورن کسان نیول شوي چې یو یې لمسی دی.
راشد زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو پر اساس، یاده موضوع د میراث اړوند ده او لا هم د امنیتي مسوولینو له لوري یې جدي پلټنې روانې دي.
[/restrict]
Views: 87
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن