اسلام اباد (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د خيبر پښتونخوا په اورکزو ايجنسۍ کې د ملکي وګړيو پر موټر د چاودنې له امله نهه تنه وژل شوي او درې ټپيان دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا په اورکزو ايجنسۍ کې يوه دولتي چارواکي د چنګاښ په ٢٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاخوا ٦:٣٠ بجې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په ياده پېښه کې، چې د سړک د غاړې د ماين چاودنه وه، نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په سيمه کې د پېښې عيني شاهد عابد اورکزي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه په موټر کې د ځاى پر ځاى شوىو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.
د ده په خبره، د چاودنې پر مهال يې ولېدل، چې ١٠ تنه وژل شوي وو او درې نور يې سخت ټپيان وو.
عابد زياته کړه، چې د سپرليو دغه موټر له اورکزۍ ايجنسۍ د سپاهي له کلى څخه د ايجنسۍ د هېډکوارټر کلا سيمې ته روان و.
په سيمه کې يو ځايي خبريال حسن محمود پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې څلور ښځې هم وژل شوې دي او په وينا يې زيانمن ټول د سيمې ملکي وګړي دي.
د نوموړي په خبره، د سيمې د روغتون کارکوونکي وايي، چې په ټپىانو کې د دوه کسانو حالت نازک و ، چې د درملنې په موخه يې د کوهاټ پوځي روغتون ته لېږدولي دي.
د پېښې مسووليت پاکستانيو وسلوالو طالبانو (تحريک طالبان پاکستان) پر غاړه واخيست.
د يادونې ده، چې په تېرو څو ورځو کې په ياده سيمه کې دا دويمه پېښه ده، چې د ملکي وګړيو د سپرلۍ موټر په کې په نښه کېږى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن