اسلام اباد ( پژواک ٢٠ تله ٩١ ) : د افغانستان پولې ته نږدې په قبايلي سيمې اورکزو ايجنسۍ کې د يوې چاودنې له امله ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي ،چې دا چاودنه نن د تلې په ٢٠مه،د سهار په شاوخوا لس نيمو بجو د منځنۍ اورکزۍ د حسنزي په سيمه کې شوې ده.
په اورکزو ايجنسۍ کې د فضل قادر په نامه يو دولتي چارواکى (اسسټنټ پولټيکل ايجنټ ) وايي ، چې په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه ،چې چاودنه په سيمه کې د ملکي وګړيو پر يوه موټر شوې ده.
د حسن محمود په نامه يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د ملکي وګړيو پر يوه موتر شوې، چې د فيروزخېلو له سيمې څخه د حسن زي پر لور روان و.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې وژل شوي او ټپي کسان ټول د حسن زي درې د مستري ميلې د کلي اوسېدونکي دي.
محمود وايي، چې په ټپيانو کې د لسو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ و او د کواټ لوى روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن