اسلام اباد ( پژواک ، د زمري لومړۍ نېټه ٩١ ) : د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو په اورکزو ايجنسۍ کې د وسلوالو پر مورچو بمبار کړى او ١٢ وسلوال يې وژلي دي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دغه بمبار نن سهار وخته د اورکزو ايجنسۍ په ډبوري، زختان او ګندي تال سيمو کې شوى دى. سرچينې زياته کړې ،چې په دې بمبار کې ١٢ وسلوال وژل شوي، پنځه يې ټپيان دي او دهغوى يو شمېر مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي. د حسن محمود په نامه يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې بمبار شوې سيمې غرييزې او لرې پرتې دي. هغه زياته کړه، چې ددې بمبارۍ له امله ګڼ شمېر کورنۍ هم د سيمې پرېښودو ته اړ شوې دي. پرون په اورکزو ايجنسۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې نهه کسان وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن