ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چک کې درې وسلوال طالبان ووژل شول

18 Jul 2012 - 14:43
18 Jul 2012 - 14:43

کابل ښار (پژواک ٢٨ چنګاښ‌ ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال درې وسلوال طالبان وژل شوي او يو ټپي دى.

د ميدان وردګو د چک ولسوال محمداسمعيل وفا د چنګاښ په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې ناوخته راهيسې د چک ولسوالۍ د بند سيمې په شاوخوا کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ګډ عمليات پيل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې تر اوسه درې وسلوال وژل شوي او يو ټپى دى.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو کې د عمر په نوم يو هغه وسلوال طالب هم شامل دى، چې د دولتي چارواکو په ترور کې يې لاس درلود.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد هم عمليات او ياده مرګ ژوبله ومنله او زياته يې کړه، چې دغه عمليات له دې امله پيل شوي، چې وسلوالو طالبانو د چک ولسوالۍ د بازار د بندېدو ګواښ کړى و.

د ده په خبره، دوه اونۍ مخکې وسلوالو طالبانو له دې امله، چې د چک له بازار څخه افغان ځواکونه سودا کوي، دواکانداران ګواښلي وو، چې د يوې اونۍ موده کې دې دوکانونه بند کړي.

هغه زياته کړه، چې تېره اونۍ هم ورته عمليات ترسره شوي وو او د هغو وسلوالو طالبانو څخه چې دوکانداران يې ګواښلي وو، يو شمېر يې وژل شوي او يو څو نور يې نيولي وو.

شاهد وايي، چې دغه عمليات به تر هغې روان وي، څو ياده سيمه د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکه شي.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، په هلمند كې په دوو بېلابېلو پېښو كې اته وسلوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version