ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: هيله ده پاکستان سره خبرې د تېر په څېر بې پايلې نه وي

19 Jul 2012 - 20:24
19 Jul 2012 - 20:24

کابل(پژواک٢٩چنګاښ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي چې د پاکستان له لومړي وزير سره يې د ترهګرۍ د مخنيوي او سولې د ټينګښت په اړه سپينې خبرې کړي او ځينې پايلو ته رسېدلي دي.

د پاکستان لومړى وزير راجه پروېز اشرف د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن کابل ته راغى او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يې خبرې وکړې.

حامد کرزي له پروېز اشرف سره نن له غرمې وروسته په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د پاکستان له لومړي وزير سره يې دوستانه او سپينې خبرې وکړې او پاکستاني لوري هم ځينې وړانديزونه لرل.

 ده د يادو وړانديزونو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې په دې اړه دواړو لورو څرګند تصميمونه ونيول.

کرزي وويل هيله ده چې له پاکستان سره خبرې د تېر په څېر بې پايلې نه وي

هغه وويل، چې افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او د دواړو ګټې او تاوانونه شريک دي.

دى وايي، د تېرو درېيو لسيزو تجربو ښودلې، چې کله افغانستان له ستونزو سره مخ شوى او دردېدلى، ژر يا وروسته پاکستان هم دردېدلى دى.

هغه وروستۍ لسيزې ته اشاره وکړه او ويې ويل، کله چې افغانستان د ترهګرۍ  له کړاو سره مخ شو، بيا پاکستان هم له همدې ستونزې سره مخ شو.

د ده په وينا، له پروېز اشرف سره يې د همدې مسايلو، دواړو هېوادونو د پياوړتيا او په دې اړه خبرې کړې دي، چې څنګه په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ مخه ونيول شي او سوله راشي.

دغه راز حامد کرزي وويل، په دې هم بحث شوى چې څنګه دواړه هېوادونه يو له بل سره د سولې په برخه کې مرستې وکړي.

سرچينه زياتوي، چې ډېر ژر به د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوى پاکستان ته سفر وکړي او هلته به هم د اړوندو مسايلو په اړه ډېر کار وشي او د نننيو خبرو پايلې به تعقيب شي.   

ولسمشر کرزي يادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو په اړه هم خبرې وشوې او د پاکستان د لومړي وزير د غوښتنې پر اساس به افغانستان د پاکستان سوداګرو ته هغه ويزې ورکړي چې پاکستاني سوداګر څو ځله پرې تګ راتګ وکولاى شي.

کرزي، د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند د لاسليک په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دا کار به له پاکستان سره د افغانستان پر اړيکو هېڅ اثر ونه لري.

ده وويل چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي، خو له پاکستان سره يې اړيکې تر دې تړونونو پراخې دي.

نن په کابل کې د افغانستان د ولسمشر او د پاکستان او انګلستان د لومړيو وزيرانو درې اړخيزه ناسته هم جوړه شوه.

حامد کرزي وويل، چې په دې درې اړخيزه غونډه کې د سولې په اړه د هر اړخيزو خبرو او وړانديزونو  تر څنګ په افغانستان کې د سولې او امن د ټينګښت په برخه کې د سعودي عربستان هڅې وستايل شوې.

په دې خبري ناسته کې د افغانستان پر کونړ ولايت د پاکستان له خاورې د راکټي بريدونه په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې، ولسمشر کرزي يواځې دومره وويل چې په دې اړه هم له پروېز اشرف سره خبرې شوې دي.

تېر کال د پاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو راکټي بريدونه وشول، چې لسګونو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

دغه بريدونه د څه مودې لپاره درېدلي و، خو په دې وروستيو کې بيا پيل شوي چې د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې په کونړ کې ځينې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د افغانستان دولت په وار، وار د دې بريدونو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

خو د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف په نننۍ خبري ناسته کې د يادو بريدونو په اړه يواځې دومره وويل، چې له کونړ څخه پر پاکستان هم بريدونه شوي دي.

ده هم وويل، په دې اړه په نننۍ ناسته کې خبرې شوي او بايد هڅې وشي، چې د دا ډول بريدونو مخه ونيول شي.

دى وايي چې پاکستان هم د ترهګرۍ قرباني دي او د هېڅ ترهګر ملاتړ نه کوي، ځکه چې دا د پاکستان په ګټه نه دى.

د پاکستان لومړي وزير وويل، چې افغانستان او پاکستان دوه مسلمان وروڼه هېوادونه دي چې ګډ تاريخ، فرهنګ، ستونزې او فرصتونه لري.

ده وويل چې له نننيو خبرو راضي دى او دا ډول ناستې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره لارې چارې برابرولى شي.

هغه وويل، هېواد يې له  ګډو ګواښونو مبارزې ته ژمن دى او د افغانان په مالکيت او رهبرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

ده وويل چې پاکستان د توکيو په کنفرانس کې د افغان ځواکونو د پياوړتيا لپاره شل ميليون امريکايي ډالره مرسته اعلان کړه او همداراز به له افغانستان سره د وړتياوو د لوړېدو په موخه د زرو تحصيلي بورسونو مرسته وکړي.

 دى وايي، د پاکستان له لارې د ناټو ځواکونو اکمالاتو ته د لارې پرانيستو پرېکړه به افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد په پروسه کې اسانتيا هم رامنځ ته کړي.

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، پاکستان مخکې ټينګار کړى چې د ستونزې د حل برخه وي، نه د ستونزې برخه.

هغه زياته کړه چې پاکستان به د سولې په خبرو کې د اسانتيا برابروونکي رول ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

دى وايي، چې باثبات او پر ځان بسيا افغانستان د پاکستان د هوساينې او ثبات تضمينوونکى دى او د افغانستان داسې ملاتړ به وکړي، چې د سولې د ټينګښت لامل شي.

د هغه په وينا، د سولې راوستل د افغانستان او پاکستان ګډه موخه او دنده ده او هېڅوک بايد په دې اړه شک ونه لري.

پروېز اشرف، د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر استاد برهان الدين رباني وژل د پاکستان لپاره يوه تراژيدي وبلله.

هغه وويل، هڅه کوي چې که پر رباني د بريد مجرمين په پاکستان کې وي، هغه ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.  

د پاکستان لومړي وزير په دې اړه چې د افغانستان ځينې ادارې د پاکستان په اړه ناسم تبليغات کوي، د يو پاکستاني خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ټول بايد يو بل په نېکۍ سره ياد کړي.

 ولسمشر حامد کرزي په دې اړه وويل، چې ناسم تبليغات ښايي د ځينو انګيرنو او حاکم وضعيت له مخې شوي وي.

دى وايي، چې په ځينو حالاتو کې پاکستانيو چارواکو هم داسې څرګندونې کړې دي، چې دوستانه نه وې، خو د داشان انګېرنو د لرې کېدو لپاره بايد هڅې وشي.

د پاکستان لومړي وزير په دې اړه چې د پاکستان ملکي حکومت پر پوځيانو پوره واکمن نه دى، وويل چې د پاکستان حکومت مسوول حکومت دى او پوځيان يې يوه برخه ده او د يوه نظام لپاره کار کوي.

دى وايي، چې د پاکستان پوځيان د ملکي حکومت په لارښوونه کار کوي.

افغان ولسمشر په نننۍ خبري ناسته کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د وروستيو پاڅونونو په اړه وويل، چې دغه پاڅونونه د خلکو د ځورونې، د ښوونځيو د سوځولو او د ځوانانو د وژلو په غبرګون کې شوي دي.

دى وايي، حکومت له دې پاڅونونو داسې ملاتړ کوي، چې د ولس په خير وي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version