ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کميرون: افغانستان او پاکستان دې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي

19 Jul 2012 - 14:53
19 Jul 2012 - 14:53

 کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١):  دانگلستان لومړى وزير وايي،چې د “طالباني کېدو له بهير او د تروريستانو له ګواښ ” څخه د افغانستان د ژغورنې په موخه بايد ګډې هڅې وشي .

کميرون دغه څرګندونې نن (د چنګاښ ٢٩مه) په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

له دې خبري غونډې ولسمشر حامد کرزي او د انګلستان لومړي وزير ډيوېډ کمېرون په کابل کې د يوې پوځي اکاډمۍ د جوړولو پر هوکړه ليک لاسليک وکړ.

کميرون په خبري غونډه کې وويل، چې دوى د يوه با امنه، ډيموکرات او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه، چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په دې معنى نه دي، چې ګوندې نړيواله ټولنه له دغه هېواد سره خپلې مرستې بندوي.

د انګلستان لومړي وزير وويل، چې دوى او نوره نړيواله ټولنه به له ٢٠١٤کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

ډيوېډ کميرون زياته کړه، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به يې هېواد له افغانستان سره هر کال ١٧٠ ميليونه پونډه مرسته وکړي.

نوموړي وويل: ((له ولسمشر کرزي سره مې د تلپاتې اړيکو او مرستو په اړه خبرې وکړې، له ټولو اړخونو غواړم چې د افغانستان له سياسي بهير سره يو ځاى شي، د افغانستان له اساسي قانون څخه ملاتړ وکړي، د افغانستان د با ثباته راتلونکې په جوړولو کې برخه واخلي.))

هغه زياته کړه، چې د افغانستان په سوله او ثبات کې ګاونډي هېوادونه مهم رول لري او هيله يې څرګنده کړه، چې د دې رول په اړه به نن دپاکستان له لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره په کابل کې خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

د انګلستان لومړي وزير دغه راز هيله څرګنده کړه، چې په درې اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا زياته شي او په اړوند مسايلو به په بشپړه توګه خبرې وشي.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ترهګر غواړي افغانستان او پاکستان بې ثباته او ګډوډي رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه: ((له ګډې مبارزې څخه زموږ موخه دا ده چې افغانستان د ترهګرو له ګواښونو څخه وژغورو او پاکستان هم با ثباته پاتې شي.))

کميرون په کابل کې د پوځي اکاډمۍ د جوړېدو په اړه وويل، چې هېواد يې غواړي له دې لارې افغان ځواکونه په سم ډول وروزي، څو وکولاى شي له ٢٠١٤ کال وروسته له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

د انګلستان لومړي په ډاګه کړه، چې کېداى شي افغان ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه له خنډونو سره مخ شي، خو ويې ويل چې دا پروسه اوسمهال په ښه توګه روانه ده او په هر حالت کې به پاى ته رسېږي.

نوموړي د افغانستان د ټولټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې رڼې او ازادې وي.

د يادونې ده، انګلستان اوسمهال په افغانستان کې ٩٥٠٠ سرتېري لري چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې شاوخوا ٤٢٢ سرتېري وژل شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي په ياده غونډه کې د انګلستان له هغو مرستو مننه وکړه، چې په تېرو لسو کلونو کې يې له افغانستان سره کړې دي.

هغه د انګلستان په مرسته د پوځي اکاډمۍ جوړول يو مهم ګام وباله او زياته يې کړه چې په دې کې به افغان ملي ځواکونه په مسلکي توګه وروزل شي.

ولسمشر کرزي وويل، چې په کابل کې جوړېدونکې نننۍ درې اړخيزه غونډه د انګلستان په نوښت جوړېږي او زياته کړه، چې په خپل ډول کې دا لومړنۍ غونډه ده.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version