ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن په کابل کې د افغانستان، انګلستان او پاکستان درې اړخيزه غونډه جوړيږي

19 Jul 2012 - 09:51
19 Jul 2012 - 09:51

کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): ولسمشر حامد کرزى به نن په کابل کې د پاکستان او انګلستان له لومړي وزيرانو سره ګډه غونډه وکړي.

دا لومړۍ غونډه ده، چې د يادو درېيو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په کچه په کابل کې جوړېږي.

ويل کېږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې د پروسې، د افغانستان او پاکستان د ګډې پولې پر امنيت او له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د انګلستان پر مرستو خبرې وشي.

بريتانوي رسنيو خبر ورکړى، چې د انګلستان لومړى وزير ډيوېډ کميرون به له ولسمشر حامد کرزي سره د يوې داسې پوځي اکاډمۍ د جوړولو تړون لاسليک کړي، چې لوړ پوړي افغان افسران به په کې روزل کېږي.

بلخوا د پاکستان د سفارت له خوا د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې لومړى وزير راجه پروېز اشرف به له ولسمشر کرزي سره تر ليدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته هم وينا وکړي.

سرچينې زياته کړه، چې دواړه مشران به د افغانستان او سيمې د امنيت، سولې او ثبات په اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پروېز اشرف د افغانستان، پاکستان او انګلستان په درې اړخيزه غونډه کې هم ګډون کوي، چې په کې به د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ په اړه خبرې وشي.

دغه راز د پاکستان سفارت ويلي، چې لومړى وزير پروېز اشرف د افغانستان د ملي جبهې او د حق او عدالت د سياسي ګوندونو له استازو سره هم ګوري او په کابل کې د سفارت نوې جوړه شوې ودانۍ به هم پرانيزي.

 

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version