اسلام اباد (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوازشريف دغه څرګندونې د چنګاښ په ٩مه په اسلام اباد کې د برېتانيا له لومړي وزير ډيوېډ کميرون سره تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خبري غونډې کې کړې دي.
نوازشريف وويل، چې حکومت يې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې کلک هوډ لري او له ګاونډي هېواد افغانستان سره د سولې او ثبات لپاره هر ډول مرستې ته تيار دى.
هغه زياته کړې: ((ترهګري د ټولې نړۍ لپاره ګواښ او يوه نړيواله ننګونه ده، پاکستان د ترهګرۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او ډېر زيانونه يې هم ګاللي دي.))
د پاکستان لومړي وزير وويل، چې د دې ليدنې پر مهال يې د برېتانيا لومړي وزير ډيوېډ کميرون ته په ډاګه کړه، چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هر ډول هلو ځلو ملاتړ کړى او غواړي ، چې په دې پروسه کې ټولې خواوې ورګډې شي.
د انګلستان لومړي وزير په دې خبري غونډه کې وويل، چې پياوړى او با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دى.
کميرون وويل، چې د دغه کار لپاره نوازشريف او ولسمشر کرزى بايد په ګډه کار وکړي.
هغه زياته کړه، چې پاکستان او برېتانيا له ترهګرۍ سره مخ دي او هېواد يې غواړي، چې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد له پاکستان سره په ګډه اقدامات وکړي.
د هغه په وينا، دى، نواز شريف او د افغانستان ولسمشر به په ګډه د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.
د يادونې ده، چې د برېتانيا لومړي وزير پرون په کابل کې له ولسمشر کرزي سره تر ليدنې وروسته اسلام اباد ته تللى .
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن