ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان کډوالو ځينو مېشت غالو ته بېرته برېښنا ورکړل شوه

22 Jul 2012 - 11:37
22 Jul 2012 - 11:37

اسلام اباد ( پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩١ ) :  دپاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ځينو مېشت غالو کې افغان کډوال وايي، چې د روژې له رارسېدو سره سم  برېښنا بېرته ورته خوشې شوې ده.

تېره مياشت افغان کډوالو شکايت کړى و، چې پر مېشت غالو يې ځايي چارواکيو برېښنا بنده کړې ، چې له امله يې د نورو ستونزو ترڅنګ دوى د اوبو له نشتوالي سره هم مخ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د اکوړي کمپ يو تن اوسېدونکي افغان کډوال حاجي شکور  د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې يې مېشت غالي ته بېرته برېښنا را خوشې شوې ده.

هغه زياته کړه : (( موږ نه پوهېږو، چې چارواکو ولې برېښنا بېرته خوشې کړې، خو د دې د نشتوالي له امله په سخته ګرمۍ او روژه کې له ستونزو سره مخ وو. ))

د پېښور پوهنتون دافغان محصلينو د ټولنې مشر، چې په اکوړي مېشت غالي کې اوسيږي، پژوک اژانس ته وويل ، چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې پرې برېښنا بنده شوې وه.

خو هغه وايي،چې له پرون راهيسې د روژې مبارکې مياشتې له برکت يې برېښنا بېرته فعاله شوې ده.

هغه زياته کړه : (( د برېښنا له پرې کېدو وروسته افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او له  لرو  سيمو څخه يې اوبه راوړلې.))

نوموړي له دولتي چارواکيو وغوښتل ، چې دا يوه بشري ستونزه ده او  دې ستونزې ته دې په دوامداره توګه د حل لاره پيدا کړي.

په شمشتو مېشت غالي کې يو تن افغان کډوال ډاکټر طاهر هم وويل، چې پر دوى بنده شوې برېښنا پرون بېرته فعاله شوې ده.

هغه زياته کړه ، په داسې حال کې چې دلته ګرمي خپل اوج ته رسېدلې،د برېښنا نشتوالي له امله ماشومان او سپين ږيري ناروغ شوي وو.

د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار ولسوالۍ کې د برېښنا دادارې يوه چارواکي عارف خان پژواک اژانس ته وويل، چې درې مياشتې مخکې د برېښنا مرکزي ادارې ( واپډا) پرېکړه کړې وه، چې له افغان کډوالو به د ځايي اوسېدونکو په څېر د برېښنا لګښت اخيستل کېږي .

هغه زياته کړه ،چې تر دې مخکې افغان کډوالو ته ارزانه برېښنا ورکول کېده، خو اوس  له دوى څخه هم د نورو ځايي اوسېدونکو په څېر لګښت  اخيستل کيږي .

نوموړى وايي ،چې په جولاى مياشت کې افغان کډوالو په نوي نرخ او بيه د برېښنا لګښت او بلونه ورنکړل، ځکه يې پرې برېښنا پرې کړې وه.

د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په ګرمۍ کې يې ولې برېښنا قطع کړې، عارف خان وويل چې په ځينو مېشت غالو کې پر افغان کډوالو پنځه ميليونه کلدارې د برېښنا پاتې وې، که دوى نيم ميليون يې هم ورکړې واى، هېڅکله به برېښنا نه واى قطع شوې .

په پېښور کې دافغانستان کونسل جنرال ابراهيم خېل پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى هم د افغان کډوالو د برېښنا له ستونزو خبر وو او له ځايي چارواکيو سره يې پرې خبرې کړې وې.

هغه زياته کړه ، چې د برېښنا ځايي چارواکيو ځينو مېشت غالو ته د برېښنا د بېرته پرېښودو امر کړى دى.

د نوموړي په وينا، د خيبر پښتونخوا ايالت ځايي محکمې هم ټولو افغان مېشت غالو ته د برېښنا  د خوشې کولو سپارښتنه کړې ده.

ديادونې ده، چې په پاکستان کې اوس هم شاوخوا دوه ميليونه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې ډېرى يې په خيبر پښتونخوا ايالت کې اوسېږي .

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version