Pajhwok Afghan News

د کډوالو چارو وزارت: نړۍوالې مرستندویه ادارې خپل ټول خدمات تورخم ته ولېږدوي

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲):  د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې نړۍوالې مرستندویه ادارې دتورخم نویو جوړ شویو پنډغالو کې راستنېدونکو افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ  پلاوي له ښکېلو نړۍوالو مرستندویه ادارو سره د مرستو همغږي، او ټولو خداماتو پراختیا په موخه ناسته وکړه.

سرچینې زیاته کړې، دا ناسته چې په تورخم ښارګوټي له پاکستانه په زوره ستنېدونکو افغانانو په نوي جوړ شوي پنډغالي کې وشوه، پکې اُوچا، یونیسف،خوړو نړۍوال سازمان، کډوالۍ نړۍواله اداره، ډنمارک مهاجرت سازمان، ماشوم ساتنې اداره ، ډاکار او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ټولې نړۍوالې مرستندویه ادارې به خپل ټول خدمات د ا،ا له لوري راستنېدونکو ته په جوړ شوو مېشت غالو ته رانقل کړي، همد راز پرېکړه وشوه چې مرستندویه ادارې به د اوبو رسولو په برخه کې د ا،ا له ټاکل شوې کمېټې سره ګډ کارکوي، سیار تشنابونه مېشت غالو کې نصبوي،کاري پرسونل به زیاتوي، د مرستې به پراخوي ، اویا فیصده مرسته به مهاجرینو ته ورکوي او پاتې دیرش فیصده به په خدماتي چارو مصرفوي.

سرچینې ویلي، په تورخم کې مېشت غالي به تر هغې فعاله وي تر څو چې ټول کډوال خپل هېواد ته نه وي ستانه شوي.

د یو بل خبر له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني په تورخم کې د کډوالو په مېشت غالو کې د مخابراتي چارو ارزونه وکړه.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي حقاني سپارښتنه وکړه چې په تورخم کې کډوالو ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د انټرنیټي خدماتو برخه کې فایبر ، او د څلورو داخلي شبکو له لاري 3G او 4G خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، چې د کډوالو په پڼډ غالي کې د ټولو شبکو سیمکارتونه کډوالو ته په وړیا ډول ورکول کیږي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحاق صاحبزاده هم په تورخم کې له روغتیايي ټیمونو  څخه لیدنه وکړه.

هغه ټولو روغتیایي ټیمونو ته سپارښتنه وکړه چې ټولو هغو کډوالو ته بغیر له ځنډ صحي خدمات وړاندې کړي چې روغتیایي ستونزه ولري.

سرچینې زیاته کړې، روغتیایي ټیمونه په فرضي کرښه او د کډوالو په میشت غالو کې مؤظف دي او راستنیدونکو کډوالو ته منظم روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د حکومت لخوا په جبري توګه د افغانانو له ویستلو وروسته په تورخم کې راستنېدونکو افغانانو لپاره دوه موقتي پنډغالي جوړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۶۰ زره افغانان له پاکستانه ستانه شوي دي.

 

Views: 47

Exit mobile version