ژبه

په نایجریا کې د ګازنیونې له امله ۳۷ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د نایجریان د پلاتو ایالت په کاني سیمه کې د ګازنیونې له امله لږ تر لږه ۳۷ کان‌کيندونکي مړه او ۲۵ نور روغتون ته لېږدول شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پېښه پرون سهار د واسه ولسوالۍ اړوند د «کمپاني» سیمې په یوه کاني کنده کې شوې ده.

د نایجریا د جامدو کانیزو توکو د پراختیا وزیر ډِله آلاکه ویلي، دغه د سربو یوه مخکنی کان و چې پکې زېرمه شوي کانیز مواد د زهري ګازونو خوشي کېدو وړتیا لري. د ده په وینا، د سیمې اوسېدونکي د زهري ګازونو له خطره ناخبره تونل ته ننوتي او د کان‌کيندنې پر مهال یې ګاز تنفس کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې ۳۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۵ نور روغتون ته لېږدول شوي، خو ښايي د مړو شمېر تر دې هم زیات وي.

د نایجریا فدرالي حکومت امر کړی چې د څېړنو تر بشپړېدو پورې په اغېزمنه سیمه کې ټولې کانیزې چارې ودرول شي.

ورته موضوع