منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جناتن‌تراټ کاري موده پای ته ورسېده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جناتن‌تراټ کاري دوره – چې د ۲۰۲۲م کال په جولای کې پیل شوې وه- پای ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه د بېسارو خدمتونو، د افغان لوبډلې او افغان کرکټ پرمختګ ته د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او مسلکي چلند ستاینه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د هغه د روزنې پر مهال افغان لوبډلې سترې او تاریخي بریاوې ترلاسه کړې او هېواد ته یې ګڼ شمېر ویاړونه راوړل.