کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان د توکيو کنفرانس او ژمنو هرکلى وکړ.
د شاوخوا ٨٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون د افغانستان په اړه د توکيو کنفرانس د روان لمريز کال د غبرګولي په ١٨مه جوړه شوې وه.
نړيوالې ټولنې په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د١٦ ميليارده امريکايي ډالرو د مرستې ژمنې وکړې، خو ولسمشر کرزي له جاپان څخه تر راتګ وروسته وويل، چې دا مرستې تر اعلان شوو ژمنو ډېرې دي او کېداى شي ١٨ ميليارده شي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ځانګړې غونډه کې د توکيو کنفرانس په اړه خبرې وشوې.
سرچينې زياته کړې، د امنيت شورا غړو هېوادونو په تېرو کلونو کې د افغانستان هغه اساسي پراختيا او د يادونې وړ پرمختګ چې د نړيوالې ټولنې په ټينګ ملاتړ يې لاسته راوړى وستايله او په بن کې له ترسره شوو پرېکړو څخه يې، تر څو د بدلون لسيزه (۲۰۱۵-۲۰۲۴) ترسره شي، خپل ملاتړ تازه کړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د توکيو کنفرانس او نړيوالې ټولنې له مرستو سره افغانستان د خپلو خلکو په چوپړ کې د يوه په بشپړه توګه د کار د وړتيا لرونکي او پايېدونکي هېواد له لارې خپله خپلواکي غښتلې کړي.
خبرپاڼه کاږي، چې د امنيت شورا غړو هېوادونو، د افغانستان په مخکې پرتو ننګونو ته په کتنې سره په توکيو کنفرانس کې د ۲۰۱۵ کال په لړ کې د نړيوالې ټولنې له خوا د ۱۶ ميليارد ډالرو د ژمنې او تر ۲۰۱۷ کال پورې د هغوى د تېرې لسيزې په څېر يا ورته نږې د پايېدونکې مرستې د ژمنې او په دې وسيله د افغانستان له حکومت او افغان ولس سره له اوږدمهاله مرستو هرکلى وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امنيت شورا غړو هېوادونو همدارنګه د توکيو د دوه اړخيز ځواب ويلو له چوکاټ څخه هرکلې وکړ، په کوم کې چې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې خپلې دوه اړخيزې ژمنې بياتکرار کړې.
په خبرپانه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دې برخه کې د بدلون لسيزې لپاره د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د يوې نوې او پايېدونکې ملګرتيا پر بنسټ د ستراتيژيکو همکاريو د لا پياوړي کولو هرکلى وکړ په کومو کې چې ټينګې دوه اړخيزې ژمنې، لکه څنګه چې د بن په کنفرانس کې طرحه شوې دي، شاملې دي، چې د شيکاګو د غونډې له پايلو سره مخته وړل شوې او د توکيو له اعلاميې سره بشپړې شوې دي.
د امنيت شورا غړو هېوادونو دغه راز په افغانستان کې د UNAMA او د ملګرو ملتونو په حياتي رول ټينګار وکړ او د افغانستان د يو باامنه راتلونکي په اړه يې خپلې دوامداره ژمنې تکرار کړې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن