ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېيو ماين خښوونکو په ګډون شپږ وسلوال ووژل شول

29 Jul 2012 - 14:43
29 Jul 2012 - 14:43

کابل (پژواک ٨ زمرى ٩١): د ميدان وردګو ولايت په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې د درېيو ماين خښوونکو په ګډون شپږ وسلوال وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د زمري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د   مرکز ميدان ښار اړوند د کوټي عشرو په سيمه کې تېر ماښام وسلوالو مخالفينو له خوراکي توکو ډک موټر ګرځولى و.
هغه زياته کړه، چې وروسته د ملي اردو ځواکونو په سيمه کې عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې د شفيق په نوم د مخالفينو د يوه سرګروپ په ګډون درې تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي وويل، چې ټپي شوي وسلوال له يو شمېر وسلو مهماتو او موټرسايکلونو سره ژوندي نيول شوي دي.
شاهد وايي، چې په دې نښته کې يو ملکي وګړى هم ټپي شوى، چې د ملي اردو سرتېرو له خوا روغتون ته وړل شوى دى.
د والي وياند دغه راز وويل، چې تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې پنځو تنو غوښتل د کابل-کندهار پر لويه لاره ماينونه ښخ کړي، چې د ايساف ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل.
هغه زياتوي، چې په دغه هوايي بريد کې درې ماين خښوونکي ووژل شول او دوه نور په تېښته بريالي شوي دي.
شاهد وويل، چې د وژل شويو ماين خښوونکو مړي په سيمه کې پاتې وو.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده ، چې نن سهار د دغه ولايت د چک ولسوالۍ ولسوال اسماعيل وفا له خپل زوى سره د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې ووژل شو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version