ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په حصارک کې درې پوليس وژل شوي او د دولت ١٨ مخالفين ونيول شول

30 Jul 2012 - 11:42
30 Jul 2012 - 11:42

جلال اباد (پژواک ٩ زمرى ٩١): د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د تېرې ورځې په جګړه کې ٧ دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ، ١٨ وسلوال ژوندي نيول شوي دي.

د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، جګړه هغه مهال د ولسوالۍ په پنځه کيلومترۍ کې پيل شوه، چې دولتي سرتېري او وسلوال مخالفين سره مخ  شول.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يې دوه ساتونکي ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي دي.

ولسوال وايي، کله چې مازيګر امنيتي ځواکونه له جګړې وروسته بېرته خپلو پوستو ته ستنېدل، نو د ولسوالۍ په يو کيلومترۍ کې د وسلوالو مخالفينو له يو کمين سره مخ شول.

معروف وويل، چې له کمين وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې دى په خپله (ولسوال) او د پوليسو يو افسر ټپي او يو بل ساتونکى يې ووژل شو.

د حصارک ولسوال زياتوي، چې د جګړې پر مهال يې له مرکز او ايساف ځواکونو مرسته وغوښته، خو چا يې غږ وا نه ورېده.

نوموړي زياته کړه، چې د پرونيو دوو نښتو په پايله کې امنيتي ځواکونو په سيمه کې اتلس وسلوال مخالفين له دوو موټرسايکلونو سره نيولي دي.

هغه وايي، چې سيمې ته د پاکستاني طالبانو ترڅنګ د لوګر له ازرې، د پروان له کوه ساپي او د جلال اباد-کابل د لويې لارې سلګونه طالبان راغلي او ډله ييز فعاليتونه لري.

معروف پر ولايتي ادارې نيوکه وکړه، چې د ده له پرله پسې غوښتنو سره سره ولسوالۍ ته د پوليسو د تشکيل زياتول او د ملي اردو د يوه کنډک په لېږلو کې ورته پاتې راغلې ده.

ولسوال وويل، چې اوس يې د ولسوالۍ د ګله خېلو، جوکان، اب زنګياني او غوږيزو په کليو کې د کورنيو طالبانو ترڅنګ وزيرستاني طالبان هم فعاليت کوي، چې ولسي وګړي ترې تر پوزې راغلي دي.

د حصارک يو قومي مشر، چې د وسلوالو له وېرې يې نوم په ډاګه نه کړ، پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې په جګړه کې وسلوالو مخالفينو له پيکا او راکټ څخه کار اخيست.

دغه قومي مخور وويل، چې د ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې د وزيرستاني طالبانو جبهې فعاله دي، چې د ننګرهار ولايتي اداره او په خپله والي يې څو ځلې له دې ستونزې خبر کړى دى.

ياد قومي مشر په حصارک کې د نا امنۍ ستر لاملونه د مرکزي دولت له لوري د کابل- جلال اباد د دويم سړک نه پيلول، د پاخه سړک او رغنيزو پروژو نشتوالى، له امنيتي پلوه د دولت نه پاملرنه، غرنى موقعيت او دکابل له سروبي او د لوګر له ازرې ولسواليو سره يې ګډې پولې وبللې.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې ګډو ځواکونو د ولسوالۍ د نظامي موظفينو د ملاتړ په موخه په سيمه کې هوايي مانورې ترسره کړې؛ خو له دې وېرې چې ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله وانه وړي د بمونو غورځولو څخه يې ډډه کړې ده.

د يادونې ده، چې حصارک د کابل -جلال اباد د پخوانۍ لويې لارې لته بند په استقامت پرته غرنۍ ولسوالۍ ده، چې څلور خواوو ته يې د خوګياڼو، شېرزادو، ازرې او سروبي نا ارامه ولسوالۍ پرتې دي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version