جلال اباد (پژواک ٢٦ وږى ٩١): دولتي سرچينې وايي، چې د حصارک ولسوالۍ اته ساعته جګړه د ٢٩ تنو په مرګ ژوبلې پاى ته ورسېده.
د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جګړه د ده د ساتونکو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ هغه مهال پيل شوه، چې د دولت وسلوال مخالفين د دولتي سرتېرو پر کورونو ورغلل.
نوموړي زياته کړه، چې د شپې له درې بجو راهيسې د حصارک ولسوالۍ پيل شوې جګړه نن (د وږي ٢٦مه) غرمه يوولس بجې د نهه ويشت تنو په مرګ ژوبلې پاى ته رسېدلې ده.
ولسوال وويل، د جوکان د کلي په جګړه کې د سيمې خلکو د ده د پوليسو ننګه کړې او وسلوال مخالفين يې سخت ځپلي دي.
د معروف په وينا، له وسلوالو څخه شل تنه وژل شوي، پنځه نور ټپيان دي او د ده څلور ساتونکي هم ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې د مخالفينو يوولس جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستيال مولوي ګلزار او دوه طالب قوماندانان قاري شکور او قاري حسين هم شامل دي.
عبدالزي وويل، يو طالب قوماندان خاکسار ، چې په جګړه کې ټپي شوى و، د ولسوالۍ پوليسو نيولى دى.
د والي وياند وويل، چې په دې وروستيو کې ګل اغا شېرزي د يو شمېر ولسواليو له ولسونو غوښتي، چې خپلې سيمې له وسلوالو مخالفينو خالي کړي.
د ده په وينا، تراوسه د حصارک، دوربابا او اچين ولسواليو کې ولس پاڅون کړى او د خوګياڼو اوسېدونکو هم دولت ته د مرستې ډاډ ورکړى دى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په دغې جګړه کې يې پنځه سيمه ييز پوليس وژلي، دوه يې ټپيان کړي دي، خو د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
حصارک د جلال اباد ښار په لوېديځ اتيا کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې دولتي چارواکي ورته د ځمکې له لارې د خښ شوو ماينونو له امله نه شي ورتللى، وخت په وخت يې ورښتونه او جنګونه سخته ځپي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن