ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حصارک په جګړه کې پوليس او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

16 Sep 2012 - 13:56
16 Sep 2012 - 13:56

جلال اباد ( پژواک ٢٦ وږى ٩١) : د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د جګړې په ترڅ کې پوليس او وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حصارک د پرمختيايي شورا رييس ډاکټر محمد نعيم ولاړ د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا جګړه د ولسوالۍ د جوکان په سيمه کې د شپې له درې نيمو بجو څخه پيل او تر سهار ناوخته پورې روانه وه.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې سيمه ييز پوليس او وسلوال طالبان سره ښکېل شوي وو، چې په ترڅ کې يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې سيمې يوه قومي مشر ملک ظفر پژواک اژانس ته وويل، چې د قوم ځوانان يې د دولت په ملاتړ همدا اوس له مخالفينو سره په جګړه کې ښکېل دي.
هغه په دې جګړه کې مرګ ژوبله ومنله،خو زياته يې کړه، چې د جګړې د شدت له امله کره معلومات نه لري.
ملک ظفر وويل، د سهار تر اتو بجو لا دولت ورته وسله او سرتېري نه دي ورلېږلي.
د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف پژواک ته وويل، چې د ده د ساتونکو سيمه ييزو پوليسو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ جګړه هغه مهال پيل شوه، چې وسلوالو مخالفينو دده د ساتونکو پر کلي بريد وکړ.
هغه زياته کړه،چې تراوسه يې په جګړه کې درې وسلوال مخالفين وژلي، ٩ تنه يې ژوندي نيولي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.
ولسوال وويل، جګړه روانه ده او تراوسه يې د ريزرف ځواکونو ته اړتيا نشته.
خو ددغې ولسوالۍ دوو باوري سرچينو، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې دغه جګړه يو ډول قومي بڼه لري او ښايي دغره د ملکيت پر سره رامنځ ته شوې وي.
د ولسوالۍ د لاجګړ د سيمې يوه قومي مشر ملک دين محمد بيا ادعا وکړه، چې د جوکان د سيمې خلکو ددوى پر ملکيت غره بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې په سيمه کې د دواړو قومونو د وسلوالو ترمنځ جګړه روانه ده.
وسلوالو طالبان تراوسه په دې اړه څه نه دى ويلي .

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version