ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په حصارک کې څلورو پوليسوته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
24 Apr 2012 - 15:21
author avatar
24 Apr 2012 - 15:21

جلال اباد (پژواک ٥ مرغومى ٩١): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې څلور دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د حصارک د پرمختيايي شورا رييس ډاکټر محمدنعيم ولاړ د غويي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه نن سهار نهه بجې د کلا ګۍ او زيږي په سيمو کې رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د پنځه ساعته نښتې پر مهال وسلوالو مخالفينو پر ولسوالۍ د هاوانونو ډزې کولې او دولتي ځواکونو پرې متقابل بريدونه کول.

نوموړي قومي مشر وويل، نه پوهېږي په دغې اوږده جګړه کې څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د جګړې له سيمې پژواک اژانس ته وويل، چې د سه شنبې سهار ٩ بجې ولسوالۍ ته په رسېدو وسلوالو مخالفينو پر ولسوالۍ د هاوانونو بريد پيل کړ.

ولسوال زياته کړه، پرته له دې چې ولسوالۍ ته ولاړ شي، له درې رينجر پوليسو سره د جګړې لور ته ولاړ.

نوموړي د شکايت په بڼه پژواک ته وويل: ((دولت نشته، هسې د دروغو دعوې دي، هېچا راسره مرسته ونه کړه.))

عبدالخالق معروف وويل، چې د مخالفينو شمېر له لسګونو څخه زيات و او په يوه ځنګلي سيمه کې، چې لوړ غرنى موقعيت يې درلود سنګرونه نيولي وو.

ولسوال زياتوي، چې د ولسوالۍ ودانۍ يې په هواره کې ده، مخالفينو له ټولو حاکمو نقطو څخه تر اور لاندې نيولې وه.

نوموړي وويل، چې په دغې جګړه کې يې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

ولسوال چې د مخالفينو له مرګ ژوبلې يې کره معلومات نه درلودل، په تکرار سره نيوکه وکړه، چې ملي اردو او ايتلافي ځواکونو ورسره هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

د يادونې ده، چې حصارک د ننګرهار لرې پرته لوېديځه ولسوالۍ ده، چې غځېدلې لار يې د خوګياڼو او شېرزادو له نا امنو ولسواليو څخه تېريږي د کابل او لوګر له سروبي او ازرې ولسواليو سره ګډه پوله لري.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.